په زابل کې ۴۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۱۰
په زابل کې ۴۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په شوخک کلي کې د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه ۷۵۰ متره اوږدوالی، ۲۸۰۰ واټه لمریزه بریښنا، یوه هسکه زیرمه، سل متره ژوره څاه او ۵ نلکې لري. د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۵۱۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۴۲ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د کوار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په مندرخیلو سیمه کې د 7،9 میلیونه افغانیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۳:۳۹
Background image

د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د دوو پراختیايي پروژوچارې پیل شوې

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په ګل قلعه او زندان کلیو کې دوې پراختیايي پروژې د  کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې او د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

نن د افغانستان لپاره د ملل متحد په چوکاټ کي د UNOPS مشر ښاغلی نیکولاست جورج او ورسره مل پلاوي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندازاده سره د خپل کار په دفتر کي وکتل

د مجلس په پيل کي د UNOPS مشر ښاغلی نیکولاست جورج وویل: زموږ ۷۶۵۰۰ پروژې د هېواد د ۲۶ ولایتونو په ۷۰ ولسوالیو کې پلي کیږي، د ځینو پروژو چارې عملا روانې دي او ځینې به په راتلونکي کې پیل. . .

BACK TO NEWS