په دایکندي ولایت کې د ښوونځي پروژه بشپړه شوه
د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په دایکندي ولایت کې د ښوونځي د جوړولو پروژه بشپړه شوه. د دغې پروژې په لړ کې ۱۶ صنفي ښوونځی د دغه ولایت د اشترلي ولسوالي په لرګر خوشک کلي کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۵۲۵۲ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۲۵۰۰ کسه له دغې پروژې ګټه پورته کوي. دغه پروژه له ملي بودیجې تمویل او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې د ځايي پرمختیايي شورا له لوري تطبیق شویده.