په خوست کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د رغولو د پروژې کار روان دی

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
په خوست کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د رغولو د پروژې کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په خوست ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو د پروژې کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د صبریو او یعقوبيو ولسوالۍ په بهرام کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۶۰۰ مترو په اوږدوالي کروندو ته د کاریز د اوبو رسوونکی کانال او سپرغو د رغولو او جوړولو کار روان دی.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۶۵۵ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې ۷۷۰ ځايي اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او یو شمیر باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۱:۳۷
Background image

په کونړ کې ۴۵۱ سپما گروپونو ته روزنه ورکړل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له‌ لوري د کونړ ولایت په دوه ولسوالیو کې د ۴۵۱ سپما ګروپونو ۵۶۸۸ غړو ته په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو او د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

په لغمان کې د دوو پروژو د رغونې چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د لغمان ولایت مرکز اړوند د عمرزیو خیراباد سیمه کې ۳۴۰ مترو فرعي کانګریټي سړک، چې ساختمانونه او د سړک دواړه. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

په کاپیسا کې د ۱۳.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۴۴ متره استنادي دیوال کار جریان لري

د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ د

کالوتي کلي د پنجشیر د بحر په مربوطاتو کې ۱۳.۴ میلیونو افغانیو په. . .

BACK TO NEWS