په خوست ولایت کې د سړک د جوړولو پروژې کار روان دی

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۰:۲۵
خوست

په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د سړک جوړولو د پروژې کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د سپیرې ولسوالۍ په ماڼۍ کلي کې د ۱۰۸۰ مترو په اوږدوالي سړک جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۴۶۳۹ کاري ورځې رامنځته او د سیمې ۳۶۷۴ اوسیدونکي به له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې کلي یو له بل سره ونښلول شي او د ځايي اوسیدونکو د تګ او راتګ په لار کې به ګڼ شمیر آسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

د ۲۹ ولایتونو لپاره د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت  ۲۵۹ پروژو د هوکړه لیکونو لاسلیکول

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د چهار شنبې پر ورځ دچنګاښ په ۱۸ مه د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له اړوندو پرمختیایې شوراکانو سره د۲۵۹ پرمختیایې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

په پنجشیر کې د۳۵ کیلومتره سړک د تخنیکي سروې چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي لار جوړونې پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت له پریان ولسوالۍ د۳۵ کیلومتره کانکریټي پوخ سړک د جوړولو د تخنیکي سروې چارې پیل شوې.

دا پروژې د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۹:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترچترلاندې د کوار موسسې له لوري د یونیسیف UNICEF په مالي مرسته د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو چارې مخ په بشپړیدو دي چې ۲۵۰ کورنیو ته به د څښاک. . .

BACK TO NEWS