په تخار کې د څه باندې ۴ میلیونه او۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د شاوخوا ۱۱ کیلوواټو لمریزې برښنا شبکې د غزولو کار روان دی

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۳:۲۲
تخار

د څه باندې ۴ میلیونه او۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د شاوخوا ۱۱ کیلوواټو لمریزې برښنا شبکې د غزولو کار د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ اړوند د تاش بلاق د کلي د پراختیایي شورا له لوري روان دی. نوموړې پروژه ۶۰ ستنې او ۲ سټیشنونه لري چې کار یې تر اوسه ۳۰ سلنه پرمختګ کړیدی. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې به د ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو لپاره ۲۷۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د پروژې د بشپړیدو وروسته به د کلي ۹۱ کورنۍ ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۴:۵۶
Background image

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۳،۱ ميليونه افغانیو په ارزښت د اوه  کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې      

د  کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړولو پروګرام له لوري  د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند ماسمود په سېمه کې  د اوه  کیلومتره سړک  د جوړولو چارې پیل شوې. دلغمان. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

د ننګرهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري  د ۱۰ کیلومتره  سرک د حفظ او مراقبت چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملی پروګرام  (NRAP) له لوري دڅلور نیم میلونه افغانیو په لګښت  د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۵:۱۵
Background image

په تخار کې د څه باندې ۸ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د بریښنا د یوې لمریزې شبکې د جوړولو کار بشپړشو

د څه باندې ۸ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د یوې لمریزې بریښنا د شبکې د جوړولو کار د تخارولایت د دشت قلعه. . .

BACK TO NEWS