په ارزګان کې د ۱.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۹۶۰ متره د اوبو کانال بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ارزګان ولایت مرکز اړوند شاولي کاریز په سیمه کې د ۱.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۹۶۰ متره د اوبو کانال بشپړ شو.
ددغې پروژې د تطبیق پرمهال کاریګرو ته ۱۶۵۵ کاري ورځې رامنځته شوې او د بشپړیدو وروسته ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو د منظم خړوب څخه برخمنه شوه.