د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د چک ډم پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۱:۰
قندهار

د نږدې ۲ ميليونه افغانيو په ارزښت په کندهار ولايت کې د اوبو لګولو د چک بند د جوړولو پروژه بشپړه شوه. د اوبو لګولو او زيرمتون ، دغه پروژّه ، د دامان ولسوالۍ په مجنون کلي کې جوړه او بشپړه شوه. د يادې پروژې د تطبيق پر مهال ۳۵۲ کاري ورځې رامنځته شوي او د سيمې ۲۱۰ کسه له دغې پروژې ګټه پورته کوي. دغه پروژه چې له ملي بوديجې تمويل او د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام تر څار لاندې د ځايي پرمختيايي شورا له لوري تطبيق شويده د سيمې ۱۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه يې د اوبو تر منظم پوښښ لاندې راوستې چې په دې توګه به د ځايي اوسيدونکو د کرنيزو حاصلاتو د ډيريدو له لارې د دوي د اقتصاد په رغولو کي مثبت اغيز ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۷:۵
Background image

په بامیان کې د یو کرنیز کانل کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ بستوک کلي کې د یو کرنیز کانال کار ۸۵ سلنه پر مختللی دی.
ددې کانال د جوړیدو په ترڅ کې زرګونه. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۷:۲
Background image

په بامیان کې د اوبو بریښنا دیوې کوچنۍ شبکې کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ په قرغجور کلي کې د اوبو بریښنا دیوې کوچنۍ شبکې کار ۶۵ سلنه پر مختللی دی.
ددې پروژې په ترڅ کې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۲۱:۱۹
Background image

ښځه هم کولای شي!

فریده د پنځو بچیانو مور ده. ۷ کاله دمخه هغه مهال چې مشر اولاد یې لس کلن وو، خاوند یې له لاسه ورکړ.
د فریدې خاوند د لارۍ چلوونکی و او په یوې ترافیکې پيښې کې یې له دې فانې نړۍ سترګې پټې. . .

BACK TO NEWS