د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري، د وزارت او یونیسف دفتر په مالي مرسته د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په کمانه کلي کې د څه باندې (۳۲) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د هرات ولایت والي نوراحمد اسلام جار، مل پلاوي، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عبدالسلام هجرت، یو شمیر نورو مسئولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده شبکه کې د (۹۲) سولر تختو نښلول، د (۱۲۸ او ۲۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د (۲۷۰) شیردهنونو نښلول او د (۳۲) کیلو مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د نوموړي کلي (۱۱۲۶) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر له خوا د واخان جغلي سړک د دوهم فاز د جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دوهم فاز د جوړولو قرارداد نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۸:۴۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۸:۵۱
Background image

د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۷ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوری د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت  د ۱۷ کيلومتره  سړک د جوړولو چارې د يوه غونډی په ترڅ کې پيل شوي.

په دغه غونډه. . .

BACK TO NEWS