د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۱) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۹:۲۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار، جلریز او لومړۍ حصې بهسودو ولسوالیو په بېلابېلو کليو کې د څه باندې (۳۲۳) میلیونه افغانيو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د (۴۵۱) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د (۱۳۴۶۰۲۲) مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د (۳۸۵۲۰۲) مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د (۳۳۸۱) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو رغول، د ځمکو د خړوبولو لپاره د (۴۰) ذخیرو پاکول، د غره لمن کې د (۱۹۸۵)  آب ریزونو کېندل، د (۱۵۱) پلچکونو جوړول، د (۷،۵) مترو په اوږدوالي د یو پُل رغول او د څښاک پاکو اوبو د (۴) څاګانو ترمیم شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې (۱۵۸۰۴) تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او هر کاریګر ته د کار په مقابل کې نقدې پیسې ورکړل شوې دي. 

د یادو پروژو په بشپړیدو سره په اړوندو برخو کې د مرکز او نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۴۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي رئیسانو، ولایتي رئیسانو او ولایتې انجینرانو د همغږۍ درې ورځنی دایر شوی روزنیز ورکشاپ د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۶:۳۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت د استالف، کلکان، ده سبز او فرزه ولسوالیو په روغتیايي کلینیکونو کې د (۶۶۵۱۴۲۲) افغانیو په لګښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۱) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار، جلریز او لومړۍ حصې بهسودو ولسوالیو په بېلابېلو کليو کې د څه باندې (۳۲۳). . .

BACK TO NEWS