د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ په کابل ولایت کې د دست شویوي ابدانونو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د (DACAAR) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په (ګوسفند دره، دشت حاجي منجي او قلعه محسن) کلیو کې پر (۱۹۲) مستحقو کورنیو دست شویوي ابدانونه وویشل شول. ټاکل شوي چې د پلان سره سم نورو کورنیو ته هم وویشل شي.