د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ په کابل ولایت کې د خوراکې توکو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام ( WFP ) او د (WMSSO) مؤسسې په مالي همکارۍ د کابل ولایت په فرزه ولسوالۍ کې پر (۱۰۱۸) بېوزلو او اړمنو کورنیو خوراکې توکي وویشل شول. په یادو مرستو کې یوه بوجۍ ۵۰ کیلويي اوړه، یو بوتل ۵ لیتره غوړي، ۶.۲۵ کیلو ګرام دال، ۳۰ پاکټه د ماشومانو د ځوارځواکۍ مواد او نیم کیلو ګرام مالګه شامله ده .