د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې ۶ ورځنۍ د تجارت مدیریت، څارنې، ارزونې او د هغو د ساتنې تر نامه لاندې ورکشاپ ورکړل شو
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د افغانستان او تاجیکستان په پوله باندې د معیشت د پیاوړتیا پروژه (لیتاکا) پورته ذکر شوی ورکشاپ ۳۰ کسانو ته، چې ځایی تولید کوونکي ډلې او د موږ کلي د موږ ویاړ انجمن غړي په کې شامل وو، برخه واخیسته.
له دې ورکشاپ سره به دغه ګټه اخیستونکي وتوانیږي، چې خپل تولیدات: لیمو، شات، بادام، د زغیر او کنجت غوړي، لاسي صنایع او نور محلي تولیدي توکي به په خرڅلاو ځایونو او مرکزونو کې نندارې ته وړاندې او خرڅ کړي.
لیتاکا-۲ هڅه کوي، چې د توکو تولید ته د ارزښت اضافه کولو ترڅنګ د هغه په بازارموندنه او خرڅونه کې له خپلو ګټه اخیستونکو سره مرسته وکړي.
دا ډول ورکشاپونو او کړنو په ترسراوي کې به محلي تولید کوونکي وتوانیږي؛ تر څو د خپلو توکو ته لا ډيره ګټه تر لاسه کړي او په سمه او مستقیمه توګه خپل تولیدي توکي خرڅ کړي.