تیره اونۍ په ۵ ولایتونو کې یو ښوونځی بشپړ او د ۶ نورو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د فاریاب ولایت په قرغان ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي جوړولو چارې بشپړې شوې چې په دې سره د ۴۰۰ کورنیو زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوه.
همدا راز تیره اونۍ په څلورو نورو ولایتونو کې د ۶ ښوونځیو جوړولو کارونه پیل شول، دا ښوونځي د کندز په دشت ارچي، د هرات په زنده جان، د ننګرهار په چپرهار او د خوست په تڼیو ولسوالیو کې جوړیږي چې ۱۲، ۱۰، ۸، یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې به ولري. ددې پروژو په ترڅ کې زرګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي. ددې ښوونځيو په بشپړتیا سره به څه باندې ۴۲۰۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شي.