په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مشره شاویلی) او ورسره مل پلاوي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندازاده سره وکتل

noor_admin
Thu, Jan 26 2023 12:47 PM
1

 په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام مشرې وویل: زمونږ هدف په افغانستان کې بېوزله او اړمڼو خلکو ته مرستې رسول دي. مونږ د افغانستان په  ټولو ولایتونو کې له بېوزله او مستحقو کورنیو سره مرستې کوو او زمونږ په مرستو کې لومړني خوراکي توکي او نغدې پیسې شاملې دي چې پر اړمنو کسانو ویشل کیږي. همدارنګه مونږ په ډیرو ولایتونو کې د کار په بدل کې خوراکي توکي پروژې پلي کوو چې له دې طریقه خلکو ته د کار زمینه برابریږي.

 او همدا راز دوی خپلې ستونزې او مشورې له وزیر صاحب سره شریکې کړې

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ په  ولایتونو کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) د خوراکي توکو او د نغدي پیسو دوامداره مرستو څخه مننه وکړه او وویل : مونږ غواړو چې د مرستو په ویش کې لا  هم ښه شفافیت راولو او زمونږ اړوند ریاستونه په مرکز او ولسواليو کې  مستحقو کورنېو ته د مرستو رسولو کې ښه رول لري او ډاډ يې ورکړ چې د کلیو د بيا رغونې او پر اختیا وزارت اړوند ریاستونه او همدا راز په ولسوالیو کې مدیران به تر مستحقو خلکو پوري د مرستو په رسولو کې ستاسي سره همکاري کوي څو مستحقو او بیوزلو خلکو ته مرستې ورسوي.

دواړو خواوو د مستحقینو د تشخيص په پروسه کې د شته ستونزو يادونه وکړه او د حل کولو په موخه يې د دواړو اړخونو له خوا د تخنيکي کميټو پر بحث موافقه وشوه. چې په نژدې راتلونکي کې به مفصل مجلس باندې وکړي.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 10:12 PM
Background image

A check dam was handed over and put into use in Paktia province

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has completed the construction of a check dam in Zurmat District of Paktia Province at a cost of 4.9 million Afghanis. Today, in a. . .

Sat, Mar 16 2024 9:30 AM
Background image

331 various development projects have been completed and put into use by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development in kapisa province

These projects were carried out with the financial support of UNOPS and the Afghanistan Livelihood and Social Support Program office in Hisa Awal and Hisa Dowam districts of Kapisa. . .

BACK TO NEWS