د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې پرانیست

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او نظارت، د سویډن کمیټې په مالي همکارۍ د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په هزار سموچ کلي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دغه شبکه کې د ۶۰ او ۲۰۰ متر مکعب په حجمونو سره د ۲ بابه ذخیرو جوړول، د کلي په بیلابیلو سیمو کې د ۸۰ شیردهنونو جوړول او ۳۵ کیلو متره پيپ کشي شامل دي. په نوموړې پروژه ۹ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې په بشپړیدو سره يې څه باندې ۱۴۰۰ کورنۍ د صحي څښاک اوبو څخه برخمنې شوي.