په پروان کې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۲۵ متره محافظوي دیوال د پروژې کار روان دی
په پروان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د جوړولو د پروژې کار ۷۴ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په سیدخیلو ولسوالۍ کې د نږدې د ۲۲۵ مترو په اوږدوالي محافظوي دیوال د جوړیدو په حال کې دی.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۴۲۹۰ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۴۰۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړي.