په ننګرهار کې به نږدې ۳۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل د ګوشتې ولسوالۍ اړوند ۱۴سرحدي کلیو ته د پاکو اوبو رسولو او یوه کلي ته د استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل .
دغه پروژې په ختیځ زون کې د سویډن کمیټې (SCA) په مالي مرسته د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترنظارت او څارنې لاندې د ګوشتې ولسوالۍ په کروندې، سرکاڼي ، ماماخیل ، صوفی بابا، تورکاڼي، ګړو، مکتب اول ، لعل شورا، څاګۍ، تور راغه، کوز زیړي، برزیړي ، اورخیلو او زیارت ډاګ کلیو کې پلې کیږي چی نږدې ۲۹۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي او دغه راز ۸۰ جریبه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کوي.