د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د څه باندې ۳۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۰
تړونونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن د یوې غونډې په ترڅ کې د څه باندې ۳۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۸ پروژو تړونونه د ۲۷ ولایتونو اړوند د کلیو د پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.

یاده غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په دغه غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اداري او مالي معین حاجي مولوي عبدالرحمن حلیم، د کليو د ودانیزو چارو معین مفتي سید احمد مستقیم، د اوبو رسولو د پروګرام رئیس مولوي بخت منیر او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نورو رئیسانو، د ولایتي شوراګانو رئیسانو، د (۹) همکارو مؤسسو استازو او ګڼ شمیر کارکوونکو ګډون کړی وو.

غونډې ته مفتي سید احمد مستقیم ارزښتناکه وينا وکړه، نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د اوبو رسولو دغه پروژې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د ریاست له طریقه تطبیق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې (یونیسف) لخوا تمویل کیږي.

د همدغه پروژو په تطبيق سره به شاخوا ۱۸۳۰۰۰ کسان د څښاک د اوبو او حفظ الصحې له اسانتیاوو څخه برخمن شي او د یادو پروژو د جوړولو چارې به د ځايي خلکو لپاره شاخوا ۳۰۵۰۰۰ کاري ورځې رامنځته کړي.

همدارنګه د ۹ موسسو سره د څښاک د اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (واش) د پروژو تفاهم لیکونه لاسلیک شول. یادې موسسې به د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې څه باندې د (۱۶) میلیونه ډالرو په ارزښت د څښاک د اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (واش) مختلفې پروژې تطبیق کړي او د دغه پروژو څخه به (۱،۲) میلیونه هېوادوال برخمن شي. غونډه په دعا پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۲۲:۱۲
Background image

تکمیل و بهره برداری یک بند کوچک در مربوطات ولایت پکتیا

کار ساخت یک بند کوچک در مربوطات ولسوالی زرمت ولایت پکتیا به ارزش بیش از (۴.۹) میلیون افغانی از طریق وزارت احیاء و انکشاف دهات تکمیل و امروز طی محفلی توسط الحاج ملا محمد یونس آخند زاده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

برداری (۳۳۱) پروژه های مختلف انکشافی در مربوطات ولایت کاپیسا

(۳۳۱) پروژه مختلف انکشافی برنامه حمایت اجتماعی و معیشتی افغانستان از طریق وزارت احیاء و انکشاف دهات در مربوطات ولسوالی های حصه اول و حصه دوم ولایت کاپیسا به ارزش بیش از (۴۴۱) میلیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۹:۴۴
Background image

تکمیل و بهره برداری پروژه های مختلف انکشافی در مربوطات ولایت کابل

کار پروژه های مختلف برنامه حمایت اجتماعی و معیشتی افغانستان در مربوطات ولسوالی های پغمان، خاکجبار و سروبی ولایت کابل که به کمک مالی دفتر (UNOPS) ،  هماهنگی و نظارت ریاست احیاء و انکشاف. . .

BACK TO NEWS