د بیرته را ستنیدونکو لپاره د صنعتونو د پرمختیا پروګرام

د بیرته را ستنیدونکو لپاره د صنعتونو د پرمختیا پروګرام

افغانستان یو داسې هیواد دی، چې د بیرته را ستنیدونکو له هجوم سره مخ دی، ځکه چې ډیری هیوادوال د تیرو جګړو له امله په ګاونډیو هیوادونو کې پناه اخیستنې ته اړ شوي وو.  تر ډیره دا هیوادوال په ایران او پاکستان کې میشت وو چې اوس یې  هیواد ته  د بیرته را ستنیدا بهیر چټک شوی.

 په تیر ۲۰۱۶ ز کې افغانستان ۶۰۰،۰۰۰ هیواد والو ته ښه را غلاست وویل او خپله غیږه یې  را ستنیدونکو  هیوادوالو ته پرانستله. د کډوالولپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ  لا  سترګې په لار وه،  چې په راتلونکي ۲۰۱۷ ز کې به هم د ۵۰۰،۰۰۰ او ۷۰۰،۰۰۰ ترمنځه هیوادوال  له دې امله هیواد ته بیرته را ستانه شي، چې په ګاونډیو هیوادونو کې یې ژوند له ستونزو سره مخ دی او د تیر کال په څیر به په اجباري توګه  له دې  هیوادونو څخه  ویستل شي.  
په داخل د هیواد کې افغان حکومت دې ته ژمنه وکړه، چې د بیرته را ستنیدونکو له کورنیو څخه دوامداره ملاتړ په کلیوالي او ملي کچه  د مختلفو عایداتي پروګرامونو په پلي کولو سره پیل کړي.  د داسې بې ساري ملاتړ یزه پروګرامونو یواځینۍ موخه دا ده چې را ستنیدونکو هیوادوالو ته په هیواد کې د هوسا استوګنې او له ټولنې سره د یوځای کیدو په برخو کې  د خپلو موجوده سرچینو په لرلوسره پرته له کوم اضافي بار یا ستونزې څخه اسانتیاوې برابرې شي. 
د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت په مقدماتي توګه یو پروژه د بیرته را ستنیدونکو  لپاره د بیرته را ستنیدونکو د تشبثاتو په نامه پیل کړه،  چې د غالیو په سکتور او ددې سکتور په ارزښتناکه ځنځیریزه لړۍ کې د افغانستان د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام تر سیوري لاندې یوه نوې پروژه ده، هیره دې نه وي چې د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام  د کلیو دبیا رغونې او پراختیا وزارت یو ملي  پروګرام دی.
په دې موخه د افغانستان د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام د غالیو د ځنځیریزه تسلسل د پرمختیا لپاره مختلفې تګلارې جوړې او پلي کولو ته  وړاندې کړلې، چې په دې سکتور کې د صنعتلرونکو ترمنځه سالم رقابت جرړې وکړي  او په نتیجه کې یې خلکو ته دوامداره دندې پیدا شي.   په دې پروژې سره  به له یوې خوا  بیرته را ستنیدونکو هیوادوالو ته  د عایداتو د پیدا کولو فرصتونه په لاس ورشي او له بلې خوا به د هیواد په کچه بې وزلۍ ته کمښت ورکړل شي.  
 سربیره پر دې به د ارزښتناکه تسلسل له لارې د غالیو په سکتور کې متشبثین وکولای شي، چې د بسنې ترکچې د غالیو صارفینو ته نوي تولیدات او خدمات په لوړ کیفیت او یا هم په بې ساري توګه وړاندې کړي. 
د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت چې په لویه کچه د اقتصادي ودې لپاره لرلید یا مفکوره  لري، نو (AREDP) د پروګرام په دې هیله دی چې د یو کال په موده کې باید تر ډیره د پروژې موخې ترلاسه شي، کومه پروژه یې چې په ځانګړي توګه د را ستنیدونکو هیوادوالو لپاره د غالیو په سکتور کې پیل کړی، څو وکولای شي په دې پروګرام سره  د پلازمینې په شمول په ننګرهار، لغمان، پروان، بغلان، هرات، کندهار او بلخ کې چې ټول ۸ ولایتونه کیږي، پخپل ورتګ سره د صنعتونو / تشبثاتو او صنعتلرنې په وسیله د غالیو په سکتور کې ۵،۰۰۰  را ستنیدونکو هیوادوالو لپاره کاروبارونه پیدا او د دوی عایدات لوړ کړي.  دا پروژه په دې هیله پیلیږي، چې د عایداتو تولیدي فعالیتونه له موجوده کچې څخه پیاوړو او د پاموړ صنعتونو/ تشبثاتو باندې بدل کړي.
  په دې سکتور کې به له پروژې څخه ګټه اخیستونکو ګروپونو ته تر وروستي بریده  د مارکیټ  د لاس رسۍ، د کاروبار ملاتړیزه خدمات، معلومات ورکړل شي او د دوی تخنیکي وړتیاوې به پياوړې کړل شي، کومې چې د غالیو په سکتور کې  اړین دي، چې  په دې کار سره به د دوی تولیدات او کاروبارونه پياوړي شي.   د افغانستان د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام به له پروژې څخه ټاکل شویو ګټه اخیستونکو ته د غالیو اوبدلو وسایل لکه: ( لومې) اومه مواد، وسایل  او د کاروبار د پرمختیا نورې سرچېنې هم چمتو کړي. سر بیره پر دې  د دې لپاره چې د دوی دوام او ثبات له پروګرام سره تل پاتې وي،  د افغانستان د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام به په دې سکتور کې د خپلو ګټه اخیستونکو ترمنځه اړیکې د ملي او نړیوالو مارکیټونو تر کچې  لوړې کړي، څو له دوی سره د تولیداتو په صادراتو کې تر ډیره مرسته وکړي چې دا کار به له پروګرام څخه د ګټه اخیستونکو لپاره د مالیاتو په ډیریدو کې هم مناسبه مرسته وکړي.