لیتاکا

روښان صافی، د لیتاکا رئیس

د ښه ژوند د ودی پروژه د افغان تاجک په پولوکی (لیتاکا) د دویم پړاو ټولنیزه

 اواقتصادی لمړنی برنامه ده چی دافغانستان د اسلامی جمهوریت او د تاجکستان جمهوری دولت ترمینځه شتون لری د افغانستان لوری د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت (MRRD) او د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام (UNDP) لخوا اود تاجکستان لوری دملګرو ملیتونو دپراختیایی پروګرام لخوا (UNDP) د دریو کلونو (2018 – 2020) لپاره پلی کیږی . دغه پروژه د جاپان دولت لخوا دجاپان دنړیوالی مرستندویی اداری (JICA) لخوا تمویلیږی. دلیتاکا پروژی د افغانستان لوری ته شپږ ولسوالی (د بدخشان ولایت د شهربزرګ، د تخارولایت د چاه آب، ینګی کلا او دشت کلا، دکندزولایت د حضرت امام صاحب، او د بلخ ولایت دخلم ولسوالی) تر پوښښ لاندی نیسی. د تاجکستان لوری ته  د ختلان ولایت د (شارتر، قبادیان، جیحون، دوستی، پنج، شمس الدین شاهین، همدانی، او فرخا رولسوالی) چی دافغانستان لوری د یادو شپږو ولسوالیو سره ګډه پوله لری تر پوښښ لاندی نیولی.

 د لیتاکا پروژه د سیمییزه حکومتونو استازو، مدنی ټولنو اوخصوصی سکتورته په سیموکی د وړتیا د لوړولو فرصتونه د ټولنیزی اواقتصادی پراختیا  د تل پاته مدیریت لپاره برابره وی. د اقتصادی بنسټونو د بیارغولو او د سیمییزی سوداګری پراختیا په برخه کی  د یوه بالقوه عامل به صفت، د پولی دواړه خواوو ته د ښه ژوند مناسب  فرصتونه برابروی.

پورتنیو یادو موښوته د رسیدو لپاره، د زموږ کلی زموږ ویاړ طرح داصلی موډل په پرتله دلږبدلون سره  په 1979 کال کی د جاپان داویتا ښارکی پیل شوی وه، د لیتاکا پروژی ترنامه لاندی په لاره واچول شوه. د زموږ کلی زموږ ویاړ طرح د " راځی هغه څه چی په ګډه یی دسرته رسولو وس لرو سرته یی ورسوو" ترشعارلاندی کړنی کوی. برسیره پردی، دسیمییزه ټولنو له لاری دوی د ښه ژوند د پرمخ بیولو لپاره هڅوی او د دوی د سوداګری د مدیریت څخه ملاتړ او مرسته کوی. د زموږ کلی زموږ ویاړ طرح د کلیو د پراختیا لپاره یوه ارزښتناکه طرح پیژاندل شوی ده چی سیمییزه اوناپیژاندل شوی تولیدات په ارزښتناکه او پیژاندل شویو محصولاتو بدلوی. همداشان دغه طرح  د سیمییزه منابعو ُ سیمییزه او سنتی پوهی له لاری د محصولاتو پرتولید او لوړ کیفیت ټینګار کوی .

د ښه ژوند د ودی د برنامی دویم پړاو د افغان – تاجک په پولوکی د (2018 – 2020) کاله پوری د لمړی پړاو(2014 – 2017) د بریالیتوبونو او تجربو څخه په ګټه اخیستنی رامینځ ته شوی. بل داچی دغه برنامه به د جغرافیی د سیمو د پام وړ ودی او د پولو دواړه خواوو میشت ډیر نفوس تر پوښښ لاندی راولی. په دویم پړاو کی به په افغانستان کی د دی پروژی مستقیم ګټه آخیستونکی لږ تر لږه  85,652 تنوته رسیږی (دپولو د دواړه خواوو د پوښښ لاندی ټول نفوس 130,072)؛ اوپه افغنستان کی دپروژی لږ تر لږه غیرمستقیم ګټه آخیستونکی  852,128 تنه (د پولو د دواړه خواوو ترپوښښ لاندی  نفوس 1,823,828) تنوته رسیږی.

د افغان – تاجک د پولو دواړه خواوته د لیتاکا پروژی د دویم پړاو ټول لګښت 10,7 میلیونه آمریکایی ډالروته رسیږی (په افغانستان  کی 6,9 میلیونه ډالره د ټولی بودیجی څخه دجاپان دولت لخوا او 1,2 میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو UNDP د پراختیایی پروګرام لخوا مرسته شویده؛ او تاجکستان ته څه باندی 3,8 میلیونه ډالره د چاپان دولت لخوا مرسته شویده).

اغیزی: په سیمه کی امنیت او ټیکاو

پلان شوی پایلی: تل پاته عادلانه اقتصادی وده

غوښتونکی پایلی:

  • د حکومتولی ښه والی او د کلیوالو بنسټیزه خدمتونو ته لاسرسی.
  • د کار موندلو فرصتونه.
  • د سوداګری ډیروالی، خبری کول او د پولو د دواړه خواوو د خلکو یوځای کیدل.

 

د ښه ژوند د ودی پروژه د افغان تاجک په پولوکی (لیتاکا) تګلاره:

دا پروژه په هغه انګیرنو رامینځته کولو کې چې د څلورو مهمو فکتورونو ترکیب دئ، کار کوي: - ښه سیمه ایزه حکومتولۍ چې د جنسیت مسؤلیت ته سازګاره وي، بنسټيز پایښت، سیمه ایز اقتصادي فرصتونه د زیان منو خلکو (کلیوالي میرمنې، ځوانان، راستانه شوي کاریګر کډوال) او د پولې په کچه سولې او ټيکاو لپاره د همکاريو پیاوړي کول – چې د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لامل ګرځي، او ټولنه بهرني فکټورونو ته رسوي. دې پرمختګ ته د رسیدو لپاره، پروژه لاندې ستراتیژي تعقیبوي:

 د سیمه ییزې حکومتولۍ وده، له دې جملې څخه د ولسوالۍ د پرمختیایي پروګرامونو DDP په پلان، د بودیجې په جوړولو، څارنه او ارزونه کې د ګډون کونکو تګلارې ته وده ورکول. مفکوره داسې ده چې د ځایي پرمختیاوو په چارو کې د ځایي وګړو ښکیلتیا لوړه کړاي شي، او په ورته وخت کې د پراختیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې د محلي چارواکو حساب ورکونې زیاتوالی، او په دې توګه د خلکو او محلي حکومت تر مینځ د اعتماد کچه لوړول.

• د سیمه ییزو اقتصادي پراختیا وده، د عامه زیربناوو او خدماتو ښه والی. د دې موضوع په اړه د ښه ژوند د ودی پروژه د افغان تاجک په پولوکی (لیتاکا) د ځایي بزګرانو او پانګه والو پوهه او مهارتونو ته وده ورکوي، د بېروزګار ځوانانو، ښځو، معیوبیت لرونکو او د خلکو لپاره مسلکي روزنې په هغو سیمو کې چمتو کوي چې په لوړه کچه ورته اړتیا لیدل کیږي؛ دا د سیمه ییز ټولنیز- اقتصادي بنسټونو او خدمتونو په رغونه او بیارغونه کې مرسته کوي، د پېژندل شویو پراختیایي لومړیتوبونو پر بنسټ؛ په نښه کړای شویو سیمو کې کلیوالو ته د څښاک پاکو اوبو، اوبولګولو، سړکونو، انرژۍ، ښوونې او روزنې اسانتیاوو ته لاسرسی ښه کوي.

د سرحد نه هاخوا د سوداګریزې ودې فعالیتونه د پولی دواړو خواوو ته د ناستو جوړونه، د سوداګرو تر منځ د خبرو آترو زمینه برابرولو که مرسته اغو ودده ورکول.

 

دپروژی اساسی کړنی اوموخی:

دلیتاکا پروژی عمده اواساسی موخه دافغانستان اوتاجکستان دپولوددواړه خواولایاتوکی دښه ژوند وده اودټیکاو دکچی لوړول چی په لاندنیو کړنو سره ترلاسه کیږی

·        دپولو ددواړه خواودافغانستان اسلامی جمهوری دولت اودتاجکستان دولت ټولنی اوس دښی حکومتولی ، بنسټیزه کلیوالی پروژوته لاسرسی اوداقتصادی پراختیا دخدمتونوڅخه ګټورشویدی .

·        اوس دپولی دواړه خواوو کلیوالی ټولنودخپلونظریاتو اومرستوشریکول دیوبل سره ډیر ښه فرصتونه ترلاسه کړی دی .

·        د بیوزلی دکچی راټیټول، داقتصادی ودی ساتنه اوحمایت کول اودپولو دواړه خواو دټولنو ترمینځه هراړخیزه مرستی.

·        دپولوددواړه خواو ټولنوته دکاردفرصتونوبرابرول اوله کبله یی د مشروع اوروا عوایدو لاس ته راوړل . 

·         دسیمه ایزه زیرمو اومحصولاتودارزښت لوړول دکلی په کچه داصلی ګټی دمفاد په پرتله ،اقتصادی اوټولنیز بدلون ،دسنتی کرنی بدلون نوی سوداګریزی کرنی ته اودکلیوالی ښځو دلاسی صنایعو بدلون.

·        دیوه کلی – یوه محصول دتګلاری پلی کول دټولنی دفعالوولودسوداګری له لاری یوه جامعه لاره ده.

·        دارزښت دځنځیری تقویت دزموږ کلی زموږ ویاړ په واسطه.

·        دکلیوالی ښځواوبزګرانولپاره د سیمه ایز مارکیټ ایجادول اوودانول .

اوسنی لاس ته راوړنی:

·         د۳۲ بنسټیزوکلیوالی پروژو بیارغول او جوړول.

·          دیوه کلی یوه محصول آزمایښت په افغانستان او تاجکستان کی .

·         ۱۳۱ تنوته چی ٪۴۰ یی کلیوالی ښځی دی دسیمه ایز اقتصاد دظرفیت لوړولو کورسونه دزموږ کلی – زموږ ویاړ دتګلاری لخوا دسوداګری دپراختیا ، دمدیریت اساسات او دسوداګری پراختیا اودارزښت دځنځیری بیلا بیل کورسونه( دونی څخه تردسترخوانه پوری)، زده کړه ، په لاسی صنایعو محصولاتو کی ډولونه اوډیزاینونو راوستل ، بسته بندی او برندینگ (سوداګریزځانګړی نوم) دتیریونیم کال په ترڅ کی په بریالی توګه وړاندی کول .

·          دعوایدو ډیروالی ، دکارموندل اوسیمه ایزه اقتصادی پراختیا،دپروژوپلی کول دښځو داقتصادی تقویی لپاره اودخصوصی سکتور ۱۳۱ تنه ښځینه اونارینه استازوته  دتخنیکی زده کړوپه موخه دکورسونو په لاره آچول.

·          دتخارولایت مرکز دتالقانو ښارکی دزموږ کلی زموږ ویاړ دخرڅلاو مرکزودانی جوړول اودزموږ کلی زموږ ویاړدیوی بلی مجتمع جوړول دتخارولایت دینګی کلا ولسوالی په مرکزکی چی ( دخرڅلاو مرکز، په لمریزی برښنا مجهزه سړه خونه ، دبسته بندی څانګه ، دښځو لپاره دلاسی صنایعو دزده کړی څانګه اودبزګرانو لپاره دخرڅلاو مارکیټ ) درلودونکی دی .

·         دلاسی صنایعواوکرنیزه محصولاتو د سوداګریز نندارتونونو په لاره اچول په هیواد کی دننه اوتاجکستان هیواد کی چی ټول ګټه اخیستونکی یی ۳۰۰ تنه دی چی دپولودواړو خواوو ته هری خواته ۱۵۰ تنه کیږی.

 دپولو ددواړه خواو ته دیوه ګډ بازار جوړول چی ددواړه خواو څخه ۱۰۰-۱۰۰ تنه ګټه اخیستونکی لری .

 

یوکلی یومحصول ( زموږکلی زموږویاړ):

دیوه کلی - یو محصول  تګلاره دکلیوالی ټولنو دعوایدودودی لپاره دکلیوالی تولیداتو دارزښت په ډیره ولو، بشری قوت ته دودی ورکولو  اودمحصولاتولپاره دبازارموندلو له لاری دجاپان دنړیوالی مرستندویه اداری لخوا وړاندی شوی دی چی په افغانستان کی دلمړی ځل لپاره دلیتاکا پروژی لخوا پلی کیږی . چی ددی تګلاری ستراتیژیکه موخه دتولیداتو ډیروالی ، دسیمه ایزه محصولاتو پروسس ، بازارموندنه اومحلی پانګه اچونه ده.

 دزموږ کلی زموږ ویاړدتګلاری ځانګړی مقاصد:

·         په هیواد کی د سیمه ایزه تولیدی نهادونو ډیرول.

·         د سیمه ایزه محصولاتوزیرمو دارزښت ډیرول دکلی په کچه دمقایسوی ګټی داقتصادی اوټولنیز بدلون لپاره .

·         دګټه اخیستونکوټولنو دسوداګریزی وړتیا اوبشری قوت پراختیا

·          دپولوددواړه خواودټولنو،دولت اوخصوصی سکټورترمینځه داړیکو اومشارکت پیاوړی کول.

·         دیوه کلی یوه محصول دمحصولاتودخرڅلاولپاره بازارموندل اوپیاوړی کول.

·         دزموږ کلی زموږ ویاړ دتګلاری پلی کول یوه جامعه لاره دی دټولنی دفعالولو لپاره دسوداګری له لاری:

·          دلیتاکا پروژی لخوادیوه کلی – یوه محصول دتګلاری پلی کول د سیمه ایزه ټولنودخوځولوپه موخه طرح شوی چی خپل محصولات اوتولیدات دتل پاته سیالی ډګرته وړاندی کړی. ددی تګلاری پلی کول یوازی داومه توکو پروسس ته منحصر ندی بلکه دخدمتونودوړاندی کولو په پام کی نیول هم دی. خلک ددی تګلاری دبریالی پلی کولو کی مرکزی رول لری اوددی تګلاری بشپړ مالکان دی اوحکومت یوازی تخنیکی مرستی ورسره کوی.

دری ګونی کلیدی مفاهیم چی دیوه کلی یوه محصول دپلی کولو اساس جوړه وی

۱-نړیوال سوچ کول او سیمه ایزعمل کول.

۲- دبشری قوت ظرفیت لوړول.

۳- په نفس اعتماد کول اوخلاقیت.

·         دیوه کلی یوه محصول دتګلاری په چوکاټ کی دښه ژوند دودی پروژه دافغان تاجک په پولوکی په آزمایشی توګه پلی کیږی  چی دکلی اوولسوالی دپراختیایی شورا ګانو، دولسوالی مسؤلینو، اودسیمی خلکوسره په مشوری چی د اقتصادی اوټولنیزه پلټنواودژوروتخنیکی څیړنوڅخه وروسته دتخارولایت دینګی کلا ولسوالی دعبدالنظربیک کلی کی نشپاتی ناک اوټغرین محصولات په دریو کلیوکی (کلفګانی ، ملابیک محمد اوزرد کمر ) کلیوکی اوبلوچی ګنډل اوستنی ګنډل دتخارولایت ددشت کلا ولسوالی کی اودکندز ولایت په امام صاحب ولسوالی کی دمهمو محصولاتو په توګه وټاکل شول .

 

ښاغلئ روښان صافئ:

د تماس شمیره: ۰۰۹۳۷۸۱۷۰۳۳۵۶

د بریښنالیک آدرس:  roshan.safi@mrrd.gov.af

عبدالروف قاضی زاده- د راپور، عامه اړیکو، څارنې او ارزوني مسُول:

د تماس شمیرې: ۰۰۹۳۷۹۵۹۹۳۹۱۲  او ۰۰۹۳۷۸۸۳۸۷۵۸۰

د بریښنالیک آدرس:  rouf.qazizada@mrrd.gov.af, qazizada1@gmail.com

        

     

LITAKA Website: ovop.org.af              

LITZKA Facebook page:  https://www.facebook.com/ovopafghnistan/