د پروګرام لنډه پېژندنه

د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام (CARD-F)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت یو له مخکښو پراختیایي پروګرامونو څخه دې چې د کرنې او د کلیو د پراختیا په برخه کې فعالیت لري. یاد پروګرام تل هڅه کوي تر څو د هېواد په کلیو او بانډو کې د کرنیزو ارزښتي زنځيرو او بنسټیزو چارو د ډیزاین، طرح او پلي کولو له لارې د سیمه ایزو وګړو په ژوندانه کې اقتصادي آسانتیاوې رامېنځته او په هېواد کې د غریبۍ لمن را ونغاړي.  

د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام (CARD-F)، خپلې مرستې د اړتیا پر بنسټ وړاندې کوي او د کاري فرصتونو په رامېنځته کولو سره  په کلیو او بانډو کې د روا کاروبار او بدیل معیشت لارې پرانیزي.  

د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام چې د انګلستان او ډنمارک هېوادونو له لورې مالي مرسته ترلاسه کوي، د یوې بین الوزارتي کمېتې له لورې ملاتړ او لارښوونې تر لاسه کوي. دغه کمېته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او د مالیې وزارت څخه جوړه شوې ده.

 د پروګرام موخې:

د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام لاندې موخې پر مخ وړي.

  • د کاري فرصتونو او روا عاید مېنځته راوړل او وده ورکول
  • د کرنې په سکتور کې د خصوصي برخې د پانګه اچونې هڅونه او جذب
  • د دودیزې کرنې بدلول په نوې سوداګریزه کرنه
  • د ځانګرو کرنیزو ارزښتي زنځیرو وده په افغانستان کې

د پروګرام کړنلاره:

د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام (CARD-F)، د اقتصادي پراختیا د ځانګرو کڅوړو له مخې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې کرنیزې ارزښتي زنځیرې پلې کوي. یاد پروګرام، د یوې ځانګړې ارزونې له لارې لومړې د سیمې د خلکو اړتیاوې په نښه کوي او وروسته بیا هغه خنډونه په ګوته کوي کوم چې د دوۍ د لاسرسي مخنیوې کوي او په پایې کې بیا د اقتصادي پراختیا کڅوړې ډيزاین او طرح کېږي، کوم چې په باالقوه ډول سره د سیمې د خلکو د اقتصادي او پراختیایي ستونزو ځواب ویونکې اوسېږي.

کاري ساحه:

د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام تر دې دمه په لاندې ولایتونو کې کړنې لري.

  • ننگرهار
  • کنړ
  • لغمان
  • خوست
  • لوګر
  • کابل
  • پروان
  • کاپیسا
  • بلخ
  • بدخشان
  • تخار
  • هرات
  • هلمند
  • کندهار

لاسته راوړنې تر دې دمه:

  • د یادو شپږو ارزښتي زنځیرو له لارې تر دی مهاله ۱۲۵۰۰کاري فرصتونه رامنځته شوي او په کلیوالو سیمو کې د خالص عاید کچه ۹.۱۴ میلیون ډالرو ته رسیدلې ده.
  • د کرنې په سکتور کې د خصوصي سکتور تر ۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو پانګه اچونه راجذب شوېده
  • تر ۸ زره ډیرو بزګرانو ته په ډول ډول کرنیزو لارو چارو او د تولیداتو په خرڅلاؤ کې روزنه ورکول شویده لکه سبزیجاتو، انګورو، چرګانو، لبنیاتو، شاتو، پنبې او همدا ډول د تولیداتو خرڅلاؤ په ملي او بین المللي مارکیټونو کې

 

زمونږ سره اړیکه:

د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام  (CARD-F)

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت
جمال مینه، کارته سخي، کابل – افغانستان

communications@cardf.gov.af
www.cardf.gov.af
www.facebook.com/afghanistan.cardf

@CARDF_AFG