کرنیز ارزښتي زنځیرونه

د چرګانو ساتنې ارزښتي زنځیره:

د غوښینو چرګانو فارمونه، د نسلي چرګانو فارمونه، د چرګوړو ایستلو ماشینونه، د کورنیو چرګانو فارمونه، د چرګانو د خوراکې د تولید فابریکه، د چرګانو د ناروغیو د پېژندنې او تداوۍ کلینیک، د شته فارمونو بیارغونه او معیاري کول، د چرګانو د ساتنې او مدیریت په هکله ځانګړې روزنې او همدا راز د چرګانو د محصولاتو لپاره د بازار موندنې د آسانتیاوو رامېنځته کول. زمونږ لاسته راوړنی په دی برخه کی په لاندی ډول دي:

  • په ننګرهار ولایت کې د چرګانو د غذا د تولید یوه فابریکه جوړول چې په کال کې د ۳۱ زره ټنه غذا د تولید ظرفیت لري
  • په ننګرهار ولایت کې ۷ د نسلي چرګانو فارمونو را مېنځته کول. دغه فارمونه د القاح وړ هګۍ د چرګوړو ایستلو فارمونو ته وړاندې کوي، چې د چرګانو د ساتنې په زنځيره کې د پام وړ رول لوبوي. دغه فارمونه تردې دمه شا او خوا ۱.۵ میلیون د القاح وړهګیو بازار ته وړاندې کړي دي
  • ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ۱۱۹ غوښین چرګانو فارمونه جوړول او معیاري کول. دغه فارمونه تر دې دمه ۲.۷ میلیون هګیو بازار ته وړاندې کړي دي.
  • ننګرهار ولایت کې ۴ د چرګوړو د ایستلو فارمونه جوړول. دغه فارمونه تردې دمه د څه باندې ۱.۶ میلیون یوه ورځني چرګوړي بازار ته وړاندې کړي دي
  • ننگرهار او هرات ولایتونو کې ۹ د چرګانو د هګيو د توليد فارمونه جوړول
  • ننګرهار، هرات، بلخ، بدخشان، پروان او کندهار ولایتونو کې ۱۸۱۳ کورنۍ چرګانو فارمونه جوړول. دغه فارمونه تردې دمه د څه باندې ۷ میلیون هګیو بازار ته وړاندې کړي دي.
  • په ننګرهار ولایت کې د چرګانو ناروغیو د تشخیص یو کلینیک او د چرګانو د خرڅلاؤ یو مارکیټ جوړول

د سبزیجاتو ارزښتي زنځیره:

د شنو خونو جوړول، د اصلاح شوو تخمونو برابرول، د کرنیزو توکو د راغونډولو د مرکزونو جوړونه، د کروند ګرو روزل په نویو کرنیزو لارو چارو، د بزګرانو د ټولنو رامېنځته کول او مرسته او همدا راز دوې ته د بازار موندنې په برخه کې د آسانتیاوو برابرول. زمونږ لاسته راوړنی په دی برخه کی په لاندی ډول دي:

  • ننګرهار، بدخشان، پروان، کندهار او هلمند ولایتونو کې ۵۶۳ شنې خونې جوړول. دغه  شنې خونې تردې دمه د څه باندې ۵.۸ میلیون کیلوګرامه تازه سبزیجاتو بازار ته وړاندې کړي دي.

د انګورو ارزښتي زنځیره:

د انګورو د پروسس د فابریکې او د ممیز خونو جوړول، د انګور بڼونو چیله کول او مدیریت او همدا شان د بازار موندنې په برخه کې د آسانتیاوو رامېنځته کول. زمونږ لاسته راوړنی په دی برخه کی په لاندی ډول دي:

  • په پروان ولایت کې د ۳۰۰ جریبه انګور بڼونو چیله بندي بشپړ شوې او په ۲۰۰ جریبو باندې کار روان دې چې د حاصل ضریب یې د څلورو کالو په جریان کې دوه چنده لوړ شویدې.
  • په پروان ولایت کې ۶ د ممیز جوړولو خونو جوړ او ۲۴ نورو باندې کار روان دې،  چې په ټولیز ډول سره په یوه وخت کې د ۳۷۵ متریک ټنه انګورو د وچوولو څخه ۱۵۰۰ مټرک ټنه کشمش لاسته راوړي.

د لبنیاتو ارزښتي زنځیره:

د شیدو راغونډولو د مرکزونو جوړونه، د څاروي ساتونکو لپاره د څارویو د خوراکې او وښو برابرول، د شیدو لوشلو او را غونډولو  په برخه کې روزنې او همدا راز دوی ته د بازار موندنې د آسانتیاوو برابرول. زمونږ لاسته راوړنی په دی برخه کی په لاندی ډول دي:

  • په بلخ ولایت کې د ۵ دایمي د شیدو راغونډولو مرکزونو جوړونه کوم چې په ورځ کې د ۱۲۰۰۰ لیتره شیدو د راغونډولو وړتیا لري.همدا ډول په هرات ولایت کې په دوه نورو مرکزونو کار روان دې. دغه مرکزونو تر دې دمه ۲،۵ میلیون لیټره شیدې راټولې کړي دي.
  • بلخ ولایت کې د شیدو لوشلو لپاره د ۱۳۰۰  حفظ الصحې بنډلو ویشل چې د شیدو لوشلو او کیفیت کې یې د پام وړ تغیر راوستې دې.

د شاتو ارزښتي زنځیره:

د شاتو د مچیو او د مچیو د صندوقونو برابرول، د شاتو مچیو توزیع کول، د شاتو د ایستلو او د ځاني خوندیتوب وسایلو ویش، د بازار موندنې او یو شمېر نورو تخنیکي موضوعاتو په اړوند د روزنو وړاندې کول. زمونږ لاسته راوړنی په دی برخه کی په لاندی ډول دي:

  • بدخشان او هلمند ولایتونو کې ۷۲۵ د شاتو د تولید او د شاتو مچیو د ساتنې فارمونه جوړول. دغه فارمونه تردې دمه د څه باندې ۷۷۸۹۸ کیلوګرامه شاتو بازار ته وړاندې کړي دي

د پختې ارزښتي زنځیره:

د اصلاح شوو تخمونو برابرول، د نمایشي قطعاتو جوړول، د پختې د کښت، حاصل اخیستنې او پروسس په برخه کې د روزنو وړاندې کول، له خصوصي پروسس کوونکو سره د لا ودې په موخه اړیکه او همدا راز دوۍ ته د بازار موندنې په برخه کې د اړینو آسانتیاوو برابرول. زمونږ لاسته راوړنی په دی برخه کی په لاندی ډول دي:

  • د پنبې د تولیداتو د پروسس دوؤ فابریکو جوړول او ۱۲۵۰ بزګرانوته د پنبې کرلو او راټولولو روزنه ورکول

بنسټیزې رغونې

د یادونې وړ ده چې د هرې یوې کرنیزې ارزښتي زنځیرې سره یو ځای، د دوی د لا پیاوړتیا په موخه بنسټیزې چارې هم په مخ بېول کېږي. زمونږ لاسته راوړنی په دی برخه کی په لاندی ډول دي:

  • د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶.۱۴ کلومټره سرک رغول چې د بلخ ولایت څلور ولسوالۍ سره نښلوي. دغه سرک مالدارانو ته د شیدو په راټولولو او انتقال کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي
  • په ننګرهار ولایت کې د تنګي توخچي کانال سربېره، د اوه نورو کانالونو کارونه هم په بدخشان ولایت کې مخ پر روان دي چې د دغه کانالونو روغونه د هېواد په ختیځو او شمالي برخو کې د څه باندې ۱۰ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو آسانتیا را مېنځته کوي.