د (ASERD) پروګرام رئیس، محمد اجمل «شینواري» لنډه پېژندنه

محمد اجمل «شینواری» د ښاغلي نقیب الله «شینواري» زوی، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ کې زیږېدلی دی. په ۱۳۷۶ لمریز کال کې د پېښور ښار د التقوی عالي لیسې څخه فارغ او له څه ځنډ وروسته یې په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د پېښور پوهنتون د ګلوبل ټکنالوژۍ له څانګې د لیسانس سند تر لاسه کړی دی.

 نوموړي د ماسټرۍ سند د سوداگرۍ او ادارې په برخه کې، په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د امریکا متحده ایالاتو د اتلانتیک پوهنتون څخه په بریالیتوب او ښه درجه اخیستی دی.

ښاغلي «شینواري»، د لوړو زده کړو سره د ځانګړې لېوالتیا او مینې، هغه مینه چې په رګ رګ کې یې ژوندۍ ده، آرام کښېنناست او ۱۳۹۴ لمریز کال را پدې خوا د کاردان پوهنتون د سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې د دویمې ماسټرۍ د سند تر لاسه کولو پخاطر بیا د ټولګیوالو سره، ټولګي کې کېناست او دویمه ماستري يې هم په ښه درجه تر لاسه کړه.

ښاغلی اجمل «شینواری»، د ښو وړتیاو او پوهې په درلودو سره په بېلابېلو برخو کې (۱۸) کلنه کاري تجربه لري. په ډېرو داخلي او بهرنیو ادارو کې یې په هېوادنۍ مینې، پاکوالي او سالم مدیریت سره کار کړی دی. هغه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې پرمختیا ملي پروګرام د سرپرست او اجرائیوي ریس، د افغانستان- استرالیا (السغان) پروژې مشر، اسلام آباد کې د ښځو موسسې د څارنې کار کوونکی، د ساحوي پرمختیا ملي پروګرام د مالي برخې کار کوونکی (عملیاتي بودجې) او د مالي برخې مسول پاتې شوی او اوسمهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت؛ د کلیو لپاره د پایدارې انرژۍ پروګرام د رییس په توګه دنده سرته رسوي.

ښاغلی اجمل«شینواری»، په کور دننه د ځينو موسساتو او ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې او بهر د آسترالیا، تایلنډ، هالنډ، جرمني، بلجیم، کاناډا، پاکستان، اماراتو، قطر او هسپانیا هېوادونو کې په بېلابېلو دایر شوو روزنیزو سیمینارونو او ورکشاپونو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی دی.

نوموړی پر دري، پښتو، انګرېزي او اردو ژبو  بشپړ واک لري او د مالي او حسابدارۍ سافټ ویر په برخه کې د پوره تجربې لرونکی دی.