د کلیولي صنایعو د پراختیا ملي پروګرام (AREDP)

رحمت الله قریشی
اجرائیوی مشر

"دولت د صنایعو د پراختیا، د تولید د ودې او د خلکو د ژوند د سطحې د لوړتیا او د کسبګرو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره اغېزمن پروګرامونه طرح او تطبیقوی." ( د افغانستان د اساسي قانون لومړی فصل، دیارلسمه ماده)

د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پرمختیا پروګرام د اقتصادي پرمختیا په سکتور کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له یو پرمختیايي پروګرامونو څخه دی.

ددغه پروګرام اصلي موخه د پایدار اشتغال د فرصتونو رامنځ ته کول او په کلیو کې د محلی انتفاعي فعالیتونو او تشبثاتو د پرمختیا او رشد له لارې د ښځو او نارینه وو په عاید کې زیاتوالی او د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو (SME) پرمختیا ده.

د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پرمختیا د پروګرام پراختیايي موخه

د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پرمختیا پراختیايي موخه د پایدار اشتغال د فرصتونو رامنځ ته کول او د کلیوالي تشبثاتو د رشد او پراختیا له لارې د ښځینه او نارینه کلیوالو په عوایدو کې زیاتوالی دی.

د AREDP پرمختګ تر نن ورځې پورې:

  • د ۲۰۰۷ کال په مني کې د افغانستان د جمهوري دولت، جمهور رئیس، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته دنده وسپارله، ترڅو د تېرو لاسته راوړنو په تعقیب د بېکارۍ، فقر او په تریاکو باندې د اتکا د کمښت په موخه د یو ملي پروګرام د طرحې په پلې کولو سره لاس په کار شي.
  • د ۲۰۰۷ کال په مني کې د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پرمختیا د پروګرام د پېژندلو ماموریت د نړېوال بانک له لوري پیل شو.
  • د ۲۰۰۸ کال په اوږدو کې د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پرمختیا پروګرام د چمتو کولو بهیر په مشترک ډول د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او نړیوال بانک په وسیله ترسره شو.
  • نړیوال بانک ۱،۷۶ ملیونه امریکايي ډالر د پروژې د چمتو کېدو لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په واک کې ورکړل.
  • د ۲۰۰۹ کال په اپریل کې، د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پرمختیايي پروګرام لپاره د وروستي چمتووالي ماموریت د نړیوال بانک په وسیله جوړ شو.
  • د ۲۰۰۹ کال د جولای د میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د کلیوالي صنایعو پرمختیايي پروګرام خپله آزمیښتي دوره د پروان ولایت د جبل السراج په ولسوالۍ کې د شلو کلیو د پوښښ په موخه پیل کړه.
  • نړیوال بانک به د ۲۰۰۹ کال د اګست په ۱۳ مه د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پرمختیا پروګرام کړنې و ارزوي.
  • دغه راز به نړیوال بانک د اګست په ۱۳ مه د افغانستان د کلیوالي صنایعو پروګرام تصویب کړي.
  • د افغانستان د کلیوالي صنایعو پرمختیايي پروګرام په نظر کې لري ترڅو خپل فعالیتونه د ۲۰۱۰ کال په پیل کې د پروان، ننګرهار، بامیان، بلخ، هرات، کندهار، دایکندي، ارزګان او هلمند په ولایتونو کې پیل کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته مراجعه وکړئ:

  • د پروګرام لنډيز
  • د پروګرام عملیاتي لارښود
  • محیطي او ټولنیز محافظت
  • د جنسیتي برابرۍ ستراتیژي
  • تدارکات
  • تش بستونه
  • زموږ سره اړیکه