آیا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت کولای شي چې ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي؟
او (50%)
نه (31%)
خوښ وړ (19%)
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د نوې ستراتیژۍ د دستور العمل او د کلیوالو د بیوزلۍ د کچی د راټيټولو، د ټولنیزی او اقتصادی سطحی د لوړولو او د کلیوالی ټولنې څخه د ملاتړ او حمایت په موخه تاسیس شو.
ستر اداري اصلاحات، بیا رغونه او نوې جوړونه، د افغانستان د کلیوالی خلکو د سترو هیلو او غوښتنو د ترسره کولو په برخه کې د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د نوموړی وزارت کارکوونکی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کلېو د بیا رغونې او پراختیا ریاستونو په تشکیل کې د همکارو مؤسسو سره د ژوندانه په بیلابیلو برخو کې په فعالیت بوخت دي، له همدې امله د نړیوالې ټولنې د مرستو ستره برخه د نوموړی وزارت د ملی پروګرامونو له لارې د هیواد په کلیو کې په اغېزمنه توګه لګول کیږی.
سوکاله، آزاد او خپلواک او له فقر او مخدره توکیو څخه لیری، په ملی واکمنۍ او د دموکراتیکو ارزښتونو په ساتلو سره سمبال افغانستان.
پرآزداۍ مبتني، غښتلې او بسیا، ځان باورې، خودکفا، د متوازن رشد او ټولنیزعدالت درلودونکې او له هر ډول توپیر څخه لیری ټولنه.
د کلیوالی خلکو په تیره بیا د زیانمنونکیو طبقو د ټولنېزې، اقتصادی او سیاسی هوساینې تامین، ټولنیزو خدمتونو او د کوکنارو له کښت پرته د پایدار ژوندانه د کچې د لوړولو او د ټولنیزو خدمتونو له لارې د بیوزلۍ د کچې راټیټول.
د محلی او سیمه ییزې ادارې ځواکمنتیا او پراختیا او په افغانستان کې د یوې مناسبې او اغېزمنې ټولنیزې پالیسۍ تمویل او ترسره کول.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د خپلو موخو د تحقق لپاره د ملی پیوستون، کلیوالی لارو جوړولو، اوبو رسولو او چاپیریال ساتنې، سیمه ییز رشد او پراختیا، د کلیوالی صنایعو پراختیا او پرزیانمننې باندې د څارنې او ټولنیزمصونیت د ملی پروګرامونو له لاری خپلو فعالیتونو ته د ټول افغانستان په کلیو کې پراختیا ورکوي.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.