د عبدالمختار غفارزوی ژوندلیک

مختار غفارزوی د عبدالغفار زوی د ۱۳۶۵ لمریز کال د کب په ۱۱ نړۍ ته سترګې وغوړولې او لومړي او ثانوي زده کړې يې د عبدالهادی داوی په ښوونځي کې پای ته ورسولې. نوموړی اوسمهال د دبلین ښار په ( آی پی ای) پوهنتون کې د سیمیزې حکومتولی په څانګه کې د دوکتورا کاندید ده. غفارزوی خپلې لوړې زده کړې د لیسانس په کچه په اقتصادی او د سوداګریزو مسایلو د مدیریت په برخه کې او ماستري يې د اقتصاد او پالیسي جوړونې په برخه کې د قبرس هېواد امریکايي پوهنتون څخه ترلاسه کړې.

ټولنیزو رسنیو سره د غفارزوی لېوالتیا د دې لامل شوی ترڅو د ژورنالیزم په برخه کې د آلمان هېواد، د مونیخ ښار د دویچه ولې د اطلاع رسونې له مرکز څخه دیپلوم ترلاسه کړي.

نوموړي په دغو برخو کې ( د جګړې څخه ورستو هېوادونو کې پالیسی جوړونه، د مالي بحران مدیریت، د استراتیژیکو مسایلو مدیریت، داخلي څار، د بدلون او اړیکو مدیریت) اختصاصي زده کړې هم ترلاسه کړي.

مختار غفارزوی د تېرو کلونو په بهیر کې په لاندې بستونو کې دندې ترسره کړي:

  • د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اصلاحاتو د پروسې مسؤول؛
  • د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پالیسۍ په چارو کې د وزارت د مقام سلاکار؛
  • په کابل کې د بي بي سي فارسي ټلویزیون عملیاتي رئيس؛
  • د دیلویت (Delloitte) پروژې ترچتر لاندې د مالیه وزارت د مالي کړنو د ارزونی په چارو کې سلاکار.

علمي او کاري سفرونه:

مختار غفارزوی په علمي او رسمي کنفراسونو کې د کډون او وینا په موخه د امریکا متحده ایالاتو، ترکې، جرمني، قبرس، هندوستان، فیجي، انډونیزیا، قرغیزستان، کوریا او تاجکستان هېوادونو ته سفر کړی. له پښتو، دري، انګلیسي، اردو او ترکي ژبو سره بلدتیا لري او د افهام او تفهیم ترحده په فرانسوی ژبه هم خبرې کوي.

د مختار غفارزوی چاپ او آماده شوي علمي آثار

څېړنې او علمي لیکنې

  • نړیوال کېدنه او د افغانستان پر اقتصادي ودې د وزګارتیا اغېزې ( کال ۲۰۱۱، قبرس)؛
  • د افغانستان کلیوالي او غیر کرنیز اقتصاد، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ( فبروری، ۲۰۱۳- د کلیو بیارغونه او پراختیا)
  • ټولنیزې رسنۍ او د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې يې اغېزې ( کال ۲۰۱۰، کابل).

پالیسی:

  • د کلیو د اقتصادي پراختیا پالیسی، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ( کال، ۲۰۱۳)
  • د افغانستان د ملي اقتصاد پالیسي، ( گروپی کار). ( ۲۰۱۲ کال د اقتصاد او کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونه)
  • د جندر پالیسی او تطبیقي پلان يې (گروپی کار). (سال ۲۰۱۲ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت)

 

استراتیژی او برنامې

  • د مک ډونالډ شرکت د چاپیریالي تهدیداتو د کموالی  ستراتیژی، (۲۰۱۴، قبرس)؛
  • د ترکې ایش بانک لپاره د تحصیلي قرضو ستراتیژی (کال ۲۰۱۱، استانبول ښار، ترکیه)؛

http://www.isbank.com.tr/ENِ؛

  • زارا نړیوال شرکت لپاره د بازار موندنې طرح، (۲۰۱۱،قبرس)؛ http://www.scribd.com/doc/56586442/Zara-Marketing-Plan#scribd؛
  • د بحران د مدیریت او حوادثو سره د مبارزې استراتیژی، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ( د کاري ټیم زیار). ( کال ۲۰۱۳ د کلیو بیارغونه او پراختیا)؛
  • د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د پلان طرح او چمتو کول؛
  • د افغانستان کلیوالی پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو د نوې برنامې طرح جوړونه؛ http://www.mrrd-nabdp.org/ (کاري ټیم زیار)؛
  • د افغانستان د شمال په شپږو ولایتونو کې د پايښتناکه اقتصاد او  کارموندنې لپاره د طرح جوړول http://www.giz.de/en/worldwide/358.html؛
  • د تمرکز له منځه وړنې د استراتیژی طرح جوړونه ؛
  • د پراختیايي پروژو د پلې کېدو له لارې د کوکنارو د کښت د کمولو په موخه افغانستانو تاجکستان او قرغېزستان (کنسرسیوم –AKT ) هېوادونو لپاره د اقتصادي برنامو طرح کول (کاري ټیم زیار)؛
  • د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت  لومړنیو ۱۰۰ ورځو او دویمو ۱۰۰ ورځو لپاره د پلان چمتوکول (ګروپی کار)؛
  • د همغږۍ او تمویل کوونکو د مرستو د جلبولو لپاره د میکانیزم چمتو کول – د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت؛
  • د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لپاره د ریفورم د طرح چمتو کول او پلي کول؛
  • د افغانستان ولسي جرګې لپاره د پراختیايي پروژو د څارنې میکانیزم - د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت.

لقبونه

  • د کابل د بي بي سي فارسي تلویزیون د ښه مدیر (Leadership & Loyalty: Excellence Award ) جایزه ګټونکی
  • افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې سفیر (۲۰۰۹) ، د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما)، افغانستان.