د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال لنډه بیوګرافي

معراج الدین شمس د جمال الدین زوی  په ۱۳۵۷ کال کې  د لغمان ولایت په یوه روښانفکره او متدین کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستي.

د مور او پلار  تر سیوري لاندې یې ښه روزنه او پالنه شوي، ترڅو عمر یې د ښوونځي د شاملیدو شو، نو ښاغلي معراج الدین شمس خپلې لومړنۍ زده کړې په کال ۱۳۶۵ کې پیل کړې او د ښې وړتیا او ځيرکۍ په سبب چې د ټولو ښوونکو توجه یې جلب کړي وه د ثانوي زده کړو په موخه د نادریې په عالي لېسه کې شامل شو.  په ۱۳۷۶ کال له یادې لېسې په عالي درجه فارغ  او د کانکور په ازموینه کې تر بریا وروسته په  ۱۳۸۴ کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته بریالی شو.

د ښې وړتیا او استعداد  په سبب ښاغلي شمس د یاد پوهنځي څخه د ممتاز محصل په توګه فارغ او د کار په لټه کې شو، تر څو خپلې ټولنې ته د خپلو زده کړو په ساحه کې  خدمت وکړي.

کاري تجربې:

معراج الدین شمس په ۱۳۸۵ کال کې د ازادې سيالۍ  له لارې د کليو بیارغونې او پراخیتا وزارت د کليوالي لار جوړلو ملي پروګرام  په مالي  برخه کې په دنده  وګمارل شو، چې درې کاله یې په دې برخه کې خپله دنده په بریا ترسره کړه.

 له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت مالي چارې داسې مدیریت کړې، چې د وزارت د رهبرۍ او د مالیې وزارت د ستاینې او پاملرنې وړ وګرځيدې.

د خپلو دندې پرمهال یې د مالي قوانینو یو لارښود د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي چارو د ښه تنظیم په موخه  د افغانستان دولت او نړیوال بانک مالي قوانېنو څخه  په استفادي چمتو کړ، چې د افغانستان اسلامي جمهموري دولت عالي مقام له لوري ډېر وستایل شواو لومړۍ درجه تقدیرنامه یې ښاغلي شمس ته ورکړه. 

ښاغلي شمس د خپل ماموریت په مهال څلور تقدیرنامې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت مقام څخه ترلاسه کړي او دوه ځلې یې د مالیې وزارت څخه تقدیر شوی.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت  د رهبرۍ مقام  ښاغلي شمس د ده د مالي چارو د ښه مدیریت، وړتیا او کارکوونکو ته د سالم چاپیرل رامنځته کول وړتیا په سبب د جمهوري ریاست عالي مقام ته د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وړاندېز کړ، چې د  ۱۳۸۸ ګڼې حکم په اساس چې د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ صادر شو، ښاغلي شمس رسمآ د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال وټاکل شو.

ښاغلي شمس د خپل رسمي ګڼو بوخیتاوو ورهاخوا د زده کړو مینه  او لېوالتیا لري، چې له رسمیاتو وروسته د پیام نور په شخصي پوهنتون کې د ماسټري پروګرام درسونه لولي.