په لغمان کې د ۲۰ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۶،۳ کيلومتره سړک د جوړلو کار پیل شوې

۱۳۹۷/مرغومي/۱۸

د لغمان ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د ۶،۳ کلیومتره سړک د جغل اچولو چارې، چې څلور پلچکونه او ۶ د اوبو واشونه لري، د ۲۰ ميليونه افغانیو په ارزښت د لغمان والي اصف ننګ  د یاد ولایت د کليو بیارغونې او پراختیا رئیس امان الله میاخیل او د سیمې د قومي مشرانو لخوا پیل شوې.

د کليو بیارغونې او پراختیا رئیس په وینا دا سړک د دوست هېواد هندوستان په مالي مرسته جوړیږي، چې چارې به یې په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.