په پکتیا ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه د ۴،۲ ميليونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۸ مرغومی ۱۳۹۷ 

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت  کليوالیو سېمو ته د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ په ګرامي کلي کې د لمریزې انرژۍ پرمټ چلېدونکې د اوبو رسولو یوه شبکه د ۴،۲ مېلیونه افغانیو په لګښت چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې، د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو یاده شوې شبکه ۱۶۰۰ متره اوږدوالی او د ۳۰،۰۰۰ لېتره په ظرفیت سره د اوبو یوه کانکرېټي ذخیر لري چې د ۱۰ نل ‌بندانونو له لارې به  څه باندې ۲۲۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابروي.