د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د لېرې پرتو سېمو ته د برېښنا رسونې سروې چارې بشپړې شوې

۱۳۹۷/مرغومی/۱۷

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت « د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره د دومداره انرژي پروګرام» له لارې سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې له لوري د پکتیکا ولایت په   دوو سرحدي ولسوالیو کې په  "برمل ولسوالۍ ۷۰۰۰ کورنۍ" او په  ګیان ولسوالۍ  ۵۷۸۵" کورنیو سروې بشپړه شوه.

 دغې سروې د تدارکاتي چارو له بشپړیدو وروسته به په یادو ولسوالیو کې کور په کور د لمریزې برېښنا د کڅوړو د وېش لړۍ پیل شي.