د روان کال د ليندۍ په میاشت کې له ۲۲۳ داخلي بېځایه شویو کورنۍ سره لومړنۍ مرستې شوې

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت  پېښو ته  د رسیدنې او انسجام ریاست لخوا د ۱۳۹۷ کال  د لیندۍ په میاشت کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې له ۲۲۳ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړې، چې په دې مرستو کې  ۲۲۳  خیمې،۱۹۲۲ کمپلې،۳۷۳  ترپالې،۴۱۲ دانې پلاستیکي سطلونه،۸۰۸ دانې کاسې،۹۰۹ دانې پیالې،۸۸۹ دانې قاشوغې،۸۸۹ دانې پنجې،۲۸۲ سیټونه د اولیه کمکونو کیت،۱۷۳۵ دانې  ماسکونه،۱۹۴ دانې ترمامتر،۲۹۰ دانې ماهی تابي،۲۹۰ دانې دیګونه،۳۵۶ دانې قابونه،۲۳۵ دانې د فشار آلې،۱۰۳ صحي کیتونه،۴۰ جوړه کالي او ۶۳ چریکي بسترې شاملې وې، چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو  ارزگان،بدخشان،پروان، تخار، جوزجان، سمنگان، غزني، غور، فاریاب، کندز، لغمان،لوگر او نورستان ولایتونو کې ویشل شوې. له دې  مرستو څخه به  ۱۳۳۸ کسان ګټه اخلي.