جوزجان کې د(۵۲) څاګانو کیندل - وزارت احیا و انکشاف دهات

جوزجان کې د(۵۲) څاګانو کیندل

۱۳۹۵د سلواغې ۴مه

د(۵۲) نیمه ژورو څاګانو د کنیدلو کار د جوزجان ولایت خوا و شا کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یادې څاګانې د منګجک، قرقیق او خماب ولسوالیو بېلابېلو کلیو  ښوونځیو او مدرسو کې د(۳۹۶۱۹۲۶) افغانیو په لګښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له خوا کیندل شوي او د کلیوالو د ګټې اخیستو وړ ګرځېدلې دي.

د قرقین ولسوالۍ د پرمختیايي شورا رییس ملا عبدالقادر په وینا؛ له دې مخکې ځايي اوسېدونکو د ویالو او سرخلاصو څاګانو اوبه څښلې، ددغو څاګانو د کار په بشپړتیا، کلیوالو پاکو اوبو ته لاسرسې وموند او د ښوونځیو د څه باندې یو زر زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه حل شوه.