د کار په مدال ستایل او د(۱۳) تړونونو لاسلیک

۱۳۹۵ د سلواغې ۳ مه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد «درانی»، د څه باندې(۷۶۰) میلونه افغانیو په ارزښت د سړک او اوبو رسولو (۱۳) پروژو تړونونه د خصوصي شرکتونو له ځینو استازیو سره لاسلیک کړل.

 د دغه تړونونو پر بنسټ، د څه باندې (۳۷) کیلو متره سړک پخول او (۲۳۴) متره پلونه د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له خوا د بلخ، تخار او لوګر ولایتونو خوا و شا کې جوړېږي.

 بلخ ولایت  کې له حیراتانو څخه تر کلدار ولسوالۍ پورې سړک او د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ کې د سړک پخول او د تخار ولایت مرکز او پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د اوسپنیز کانکریتي پلونو جوړول به د ځايي اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې راکمې او اجتماعي مرکزونه ته  به د هغوی په تلو راتلو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادو پروژو د جوړولو تړونونه چې نن د تطبیق کوونکو سره لاسلیک شول،(۹) یې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام پورې  اړوند وو، چې هغو کې د څښاک پاکو اوبو(۶۳) څاګانو کیندل او د اوبو رسولو (۳) شبکو جوړول شامل دي. دغه پروژې د (۱۳۰۴۷۳۴۱) افغانیو په لګښت د غور، پروان، بغلان، کنړونو او نورستان  ولایتونو کې عملي کېږي او د(۱۵۴۳۵) کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو په برابرول سره، (۱۴۰۱۶) کاري ورځې هم رامنځته کوي.

همدارنګه د سړک جوړولو له پروژو څخه به په زرګونونو کلیوال ګټه مند او(۱۷۸۵۷۶) کاري ورځې به وزګارو کلیوالو ته رامنځته کړي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د یادو پروژو په اړوند د معلوماتو په ورکولو سره د ۱۳۹۵ کال لاسته راوړنې د وزارت د بېلابیلو برخو کارکوونکو او د هېواد د ډله ییزو رسنیو له لوري په لازم وخت کې د پرمختیايي کړنو رسول وبلل چې د سالم مدیریت او لازمو خدمتونو په ترڅ کې د هېواد ولسي جرګې د دغه وزارت، وزیر په ستاینلیک وستایه.

د پروژو د تړونو د مراسمو په پای کې د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحادیې لوی رییس معروف «قادری» په داسې حال کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو  د اتحادیې رییس  میر ظفرالدین «سیفی» هم حاضر وو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پرمختیايي کړنې  وستایلې، د امکا د اتحادیې نظریات یې د دغه وزارت د لنډ او منځ مهال کارموندني په اړه هېواد کې تشریح کړ او د افغانستان په سطحه د دغه وزارت له لوري کلیو او بانډو کې وزګارو کسانو ته د کاري فرصتونو شرایطو په برابرولو سره  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد «درانی» د کار مدال په تفویض سره وستایه.

ښاغلی نصیر احمد «درانی»، د امکا د رهبري هیات څخه د مننې په ترڅ کې وویل: ستاینلیکونه او مدالونه د دې څرګندوی دي چې هېوادوال زموږ څخه ملاتړ کوي او موږ لا نورو ډېرو فعالیتونو ته هڅوي.

موږ دې ته تیار یو چې د وزارت فعالیتونو ته د خپلو ملي او پرمختیايي پروګرامونو له لارې پراختیا ورکړو او اړو هېوادوالو ته د لا ډېرو خدمتونو جوګه شو.