په پکتیا ولایت کې د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
دکليو د بيا رغونې او پر اختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د سیدکرم او احمد ابا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې نن د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور لخواه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د پکتیا ولایت د والي مرستیال مولوي محمد نور دین پرور، د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عنایت الرحمن جلالي، علماي کرامو، قومي متنفذینو او مشرانو ګډون کړی و.
په دغو پروژو کې د احمدابا ولسوالۍ د وچ غړک په سیمه کې د اوبو د ذخیرې د یوه بند جوړول او د سیدکرم ولسوالۍ د خانانخېلو په کلي کې د یوه کانکریټي پل جوړول شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بندونو، سړکونو، برېښنا او نورو برخو ګڼې لویې او مهمې پروژې تطبیق او عملي شوې دي.
د دغو پروژو د تطبیق پر مهال به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژو له بشپړېدو سره به د یادو کلیو د اوسېدونکو اړوندې سیمهییزې ستونزې هوارې شي.
