|
د مطبوعاتی بیابیه
د مير
بچه كوټ اواستالف په ولسواليو كې ددوه كلينيكونو
په پرانستلو شو
كابل
(5شنبه 8حمل1387):
دكليو
د بيا رغونې اوپراختيا وزارت د كابل ولايت د مير
بچه كوټ اواستالف په ولسواليو كې ددوه كلينيكونو
په پرانستلو او گټې اخستنې سره 780 كليوالو كورنيو
ته، دهغوي دكورونو سره په لنډ واټن كې دروغتيايې
خدمتونو څخه دگټې اخستنې زمينه مساعده كړه.
دغه
كلينيكونه چې د مير بچه كوت ولسوالۍ د دكو پايين
په لومړۍ برخه او داستالف دولسوالۍ د حاجي يوسف
خيلوپه كلي كې د كليو د بيارغوني او پراختيا وزارت
له بودجي څخه د 5 مليونو270 زرو افغانيو په لګښت د
دغه وزارت دملي پيوستون پروگرام لخوا تطبيق شوي هر
يو د لسو خونو او نورو ضروري ملحقاتو لرونكي دی.>>>
د خبرونه
دوام
-------------------------------------------------------------------------------------------------
د
ارزګان ولايت د دهراوت ولسوالى سرك پخيږي
كابل (سه شنبه د حمل ۵مه ۱۳۸۷):
دارزګان ولايت د دهراود
ولسوالۍ د مركز څلور كيلومتره سرك د پخولو كار د
كليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزې
پراختيا د ملي پروګرام له خوا پيل كيږي.
د دهراود په ولسوالۍ كې د دې
وزارت دنورو پرمختيايي پروژو ترڅنګ دهغې ولسوالۍ د
بازار د سركونو جوړيدل په پاخه او اساسي توګه له
مهمو او حياتي پروژو څخه شيرل كيږي چې د دې
ولسوالۍ د خلكو د ژوندانه په ښه والي كې لوى لاس
كولى شي.
دارزګان ولايت د كليو
دبيارغونې او پراختيا ريس انجنيرمحمد هاشم وويل: "
دغه پروژه چې لګښت يې
35119800
افغانۍ (۷۰۲۳۹۶
امريكايي ډالره) كيږي د هاليند هيواد پر غاړه
اخيستى دى. د دې پروژې له بشپړېدو سره چې د كليو د
پراختيا وزارت دګمارل شوو انجنيرانو، كاركوونكو او
دكليوالي شوراګانو د استازيو لخوا د دري مياشتو په
موده كې سرته رسيږي، دهغې ولسوالۍ په زرګونو
اوسيدونكي به ګټه ترې پورته كړي." >>>
د خبرونه
دوام
------------------------------------------------------------------------------------------------- |