لټون:

د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د لومړي ځل له پاره په ۱۳۳۳ كال كې د كليو د پراختيا د كميسون تر نامه لاندې د سوداګرۍ د وزارت په اډانه (چوكاټ) كې په كار پيل وكړ. په ۱۳۳۵ كال كې نوموړي كميسيون ته د يوې خپلواكې ادارې په توګه د صدارت عظمى په اډانه (چوكاټ) كې ځاى وركړل شو.

  د وزارت تاریخچه:-

 

د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت لنډه تاريخچه

 

د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د لومړي ځل له پاره په ۱۳۳۳ كال كې د كليو د پراختيا د كميسون تر نامه لاندې د سوداګرۍ د وزارت په اډانه (چوكاټ) كې په كار پيل وكړ. په ۱۳۳۵ كال كې نوموړي كميسيون ته د يوې خپلواكې ادارې په توګه د صدارت عظمى په اډانه (چوكاټ) كې ځاى وركړل شو. وروسته بيا نوموړي كميسيون د كليو د رياست په نامه ونومول شو او په ۱۳۴۵ كال كې يې د كورنيو چارو په وزارت كې په فعاليت پيل وكړ. نوموړي كميسيون په ۱۳۴۸ كال كې له منځه ولاړ او دهغه كاركوونكي د ښوونې او روزنې، روغتيا، كرنې او نورو وزارتونوته وروپيژندل شول او شتمنۍيې د همدغو وزارتونو ترمنځ وويشل شوه.


نوموړې اداره يو ځل بيا په ۱۳۴۹ كال كې د سيمه ايزې پراختيا د رياست په نامه منځ ته راغله. د نامه د څوڅوځلي بدلون او د مختلفو ادارو په اډانه (چوكاټ) كې له كاركولو وروسته، په  ۱۳۶۳ كال كې دا اداره يو ځل بيا له منځه يوړل شوه. په پاى كې د  ۱۳۶۷ كال د ٍغويي د مياشتې په ۲۱ نېټه يې د يو خپلواك  وزارت په توګه په كار پيل وكړ. د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت لومړني دوتر (دفتر) د كابل په دارالمان كې و. په ۱۳۸۱ كال كې كله چې د افغانستان انتقالي اسلامي دولت منځ ته راغى د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د نويو پروګرامونو ، پاليسيو او ستراتيژيوسره د افغانستان په كليوالي سيمو كې د بيوزلۍ د كمولو او د ټولنيز خونديتوب د هڅونې له پاره بيا له سره د خدمت ميدان ته را ودانګل . له هماغه وخت راهيسې د كليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت په جدي توګه اداري اصلاحاتو او تشكيلاتي بدلون ته ملاتړلې ده چې دافغانستان د خلكو د اړتياوو د لرې كولو له پاره خد مت وكړي.

 

 
 

  د وزارت تاریخچه

  لرلید، مقصد او موخه

  اداری جوړښت

  د وزارت پروگرامونه

  د وزارت سندونه

  د وزارت بودجه

  رسنیوته معلومات

  بسپنه ورکوونکی، شریکان

  خالی بستونه

  انڅورونه

  <<< لمری پاڼه

لمری پاڼه     |     خالی بستونه     |    اړیکی     |     مطبوعاتی بیانیه     |     آرشیف

© له دغه سايټ څخه دهر ډول الكټرونيكي موادو د چاپ او نشر حق په هغه صورت كې جواز دى چې د سرچينې يادونه يې وشي..

ویب ماستر: محمد رامین شریفی