|
د
روغتیا ساتنې نړیوال کال ولمانځل شو
کابل ( یکشنبه د حوت ۲۶ مه ۱۳۸۶):
دکلیو
د بیارغونې او پراختیا وزارت دیوې غونډې په ترڅ کې
د روغتیا ساتنې نړیوال کال ولمانځه.
دکلیو
د بیارغونې
او پراختیا وزارت
د کلیو لپاره د څښاک د اوبو برابرولو او روغتیا ساتنی
ملي پروګرام په
پام کې لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۱۵
ملیونو کلیوالو هېوادوالو ته صحي اوبه برابرې کړي.
همدارنګه دغه وزارت د یاد شوي پروګرام له لارې د
روغتیا ساتنې په برخه کې د ورکشاپونو، دپاکوالي د
تعلیماتو او پروژو د تطبیق په مرسته فعاله ونډه
لري.
2008 م
کال د ملگروملتونو د سازمان له خوا د روغتیا ساتنې
د نړیوال کال په نامه اعلان شوی دی، ددغه کال د
لمانځلو او دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر
ژمنو د ټینګار په موخه دغه غونډه پر لاره اچول شوې
وه.
دکلیو د بیارغونې
او پراختیا وزیر ښاغلي احسان ضیاء په غونډه کې
ددغه اقدام د ستایلو ترڅنګ وویل: دکلیو د بیارغونې
او پراختیا وزارت ژمنه کوي چې دولتي ادارې او
نړیوال ملګري دزریزې ددې موخې چې، [تر ۲۰۲۰ کال
پورې به د هغو هېوادوالو شمېر نیمایي ته راټیټوي
چې د څښاک د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې شرایطو ته
لاس رسی نه لري.] لاس ته راوړلو ته وهڅوي. د حفظ
الصحې نړېوال کال موږ ته دا موقع په لاس راکوي چې
ټولې هغه غاړې چې د پاکو اوبو، حفظ الصحې او
روغتیايي لارښوونو په برابرولو کې خپل امکانات په
کار اچولی شي له یوه بل سره یو ځای کار ته وهڅوو،
چې په پایله کې به تر ګواښ لاندې افغان کوچنیان او
غټان له یوه ښه روغتیایي چاپېریال او نېکمرغۍ
برخمن شي.
وروسته
دیونسیف،
عامې روغتیا وزارت او نړیوال روغتیایي سازمان د
موضوع په اړه خبرې وکړې او دخپلو اړوندو ادارو د
تیاریو او کارونو په باره کې یې معلومات وړاندې
کړل.
دیادونې
وړ ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د
څښلو د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې د پروګرام له
لارې د څښلو دپاکو اوبو او روغتیایي لارښوونو د پروژو له ۶،۳ ملیونو څخه زیاتو
هېوادوالو ته د څښاک پاکې اوبه او له یولکو نه
زیاتو هېوادوالو ته ښه حفظ الصحوي شرایط برابر کړې
دي چې ترڅنګ یې د هېواد په کچه تر دې دمه نږدې ۳،۸
ملیونو خلکو له حفظ الصحوي روزنو څخه ګټه پورته
کړې ده.
دکلیو
دبیارغونې
او پراختیا وزارت د خپلو ملي پروګرامونو، د کلیو
لپاره د څښاک د اوبو برابرولو او روغتیا ساتنی ملی
پروګرام، کلیو ته د سړک جوړولو ملی پروګرام، د
سیمه ییزی ودې او پرمختیا ملی پروګرام، د ملي
پیوستون پروګرام، د د افغانستان لپاره د کوچنیو
پانګو د اچونې او پورونو د اسانیتاو ملي پروګرام
له لارې په ۳۴ ولایتونو کې د هېوادوالو په خدمت
بوخت دی او هڅه یې داده چې لازمې اسانتیاوې ورته
برابرې کړي.
|