جستجو:

د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت د خبرونه آرشیف

  د خبرونه آرشیف:-

د خبرونه آرشیف

د افغانستان د بیارغونی لاره

لیکونکی: رابرت بی زولیک

افغانستان ته زما د وروستی سفر په ترڅ كي راته د ياغيانو سره د مقابلي د دري كونو اصلونو ياني (تصفيه - ساتنه او جوړونه) يادون وشو. دا اصول د نريوال بانك د ګروپ په اصطلاح د (امنيت - اداري او پرمختيا) څخه عبارت دي. لكه د عراق پيښو چي وښوده. هره مرجع چي د نومرړه اصولو مسووليت په غاړۀ واخلي. پخپله اصولو سره يوشان اهميت لري. د سيمه اييز كنتړول څخه ډاډ ترلاس كول د دولت د حقانيت او اغيزمنتيا لپاره د يوي كلي حيثيت لري. >>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د روغتیا ساتنې نړیوال کال ولمانځل شو

کابل ( یکشنبه د حوت ۲۶ مه ۱۳۸۶):

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دیوې غونډې په ترڅ کې د روغتیا ساتنې نړیوال کال ولمانځه.

دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو لپاره د څښاک د اوبو برابرولو او روغتیا ساتنی ملي پروګرام په پام کې لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۱۵ ملیونو کلیوالو هېوادوالو ته صحي اوبه برابرې کړي. همدارنګه دغه وزارت د یاد شوي پروګرام  له لارې د روغتیا ساتنې په برخه کې د ورکشاپونو، دپاکوالي د تعلیماتو او پروژو د تطبیق په مرسته فعاله ونډه لري.

 2008 م کال د ملگروملتونو د سازمان له خوا د روغتیا ساتنې د نړیوال کال په نامه اعلان شوی دی، ددغه کال د لمانځلو او دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر ژمنو د ټینګار په موخه دغه غونډه پر لاره اچول شوې وه. >>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د ملي پيوستون پروګرام د ننګونو له چاپیریال سره سره د سیمه اییزو مؤسسو په پراختیا کې د پام وړ پرمختګ کړی دی

کابل، د فبروري څلورمه نېټه، ۲۰۰۸ کال:

د نړیوال بانک د هغه راپور پر بنسټ چې نن خپور شو، د ملي پیوستون پروګرام چې د کلیوالو تر مشرۍ لاندې د بیاجوړونې او بنسټونو د ودانولو یو نوښت دی، د کلیو د توانونو د پراختیا، د سیمه اییزو اړیکو د ښه والي او پر دولت باندې د خلکو د باور د زیاتوالي په ډګرونو کې یې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودلې دي.  

د نوموړي راپور پر بنسټ چې د ملي پیوستون د پروګرام د لمړۍ مرحلې  بشپړه اجرا او پایلو تر سرټکي لاندې خپور شوی دی، په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د ملي پیوستون پروګرام د خپل پیل راهیسې د افغانستان ۱۵.۴ میلیونه وګړي (یانې د کلیو د اوسیدونکو په سلو کې ۸۱ مه)تر پوښښ لاندې راوستي دي. د ۲۰۰۸ کال د جنوری د میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې شا او خوا ۱۹۱۰۰ کلي دې پروګرام ته چمتو شوي دي او کابو ۱۸۳۰۳ د کلیو پراختیایي شورا ګانې په بریالیتوب سره ټاکل شوې دي. تر ۳۱۳۹۶ >>> د خبرونو دوام

د 5 ولايتونو لپاره 57 پروژې

 كندهار – (28 جدي 1376):- 

د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا كندهار ته په خپل نهم سفر كې د اوو پنځوسو  (57) نويو پروژو قراردادونه د محلي پرمختيايي شوراګانو او خصوصي شركتونو سره د 3 مليونو امريكايي ډالرو پۀ ارزښت د پنځو سهيل لويديځو ولايتونو كندهار، ارزگان، هلمند، زابل او نيمروز لپاره لاسليك كړل.

قرارداد شوي پروژې ددې لپاره ډيزاين شوي چې په يادو شويو پنځو ولايتونو كې د خلكو دژوند كچه ښه كړي، په دوى كې 7 د صحي اوبو رسولو پروژې، 19 استنادي ديوالونه، 5 سربندونه، 2 د اوبو بندونه، 250 څاگانې كېندل، 1.160 كيلومتر سړك, 160 متره پل او يو صحي كلينك شامل دي.

د پورتنېو پروژو په پلي  كيدوسره به 52929 كاري ورځې كليوالو خلكوته برابرې شي او پۀ بشپړتياسره به يې د كندهار، هلمند، ارزگان،.>>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د كاپيسا او نجراب ترمنځ پل جوړېږي

 (كابل د جدي ۸ مه)  ۱۳۸۶:-

د نجراب ولسوالۍ د پل د جوړولو كار د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د حقوقي مشاور محمدنعيم نظري له خوا د كاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په مركز كې رسما افتتاح شو. په دې غونډه كې، په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازو، د كاپيسا والي، امنيتي چارواكيو او د پي ارټي ټيم هم گډون كړى و.

ددغه پله اوږدوالى ۵۱ متره ده چې د اروپايي ټولنې د ۴۴۸،۰۰۰ يورو (۳۱،۳۶۹،۳۶۰ افغانيو)  په مالي مرستې جوړول كېږي. ددې پروژې له طريقه به ۲۵۰۴۷ كاري ورځې جوړې شي او د نجراب ولسوالۍ له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زيات اوسېدونكي به  ددې پله له اجتماعي او اقتصادي امتيازاتو نه  گټه پورته كړي.

د نجراب د سيند پر سر دغه ۵۱ متري پل، ددغه ولسوالۍ جمعه بازار له نورو عمومي بازارونو سره نښلوي، جمعه بازار د بزگرانو په ورځنيو اړتيا په پوره كولو كې حياتي رول لري. د كاپيسا ولايت د والي خواجه غلام غوث په وينا" دغه بازار دى چې دسيمې خلك په كې خپل اهلي حيوانات او نباتي محصولات دخرڅلاو او ادلون بدلون لپاره وړي". >>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

په څلورو كلونو كې ۴۰۰ ميليونه امريكايي ډالره پر پرمختيايي پروژو لګول شوي دي

كابل د دسمبر 9 مه ۲۰۰۷:

د ملي پيوستون پروګرام د ۴۰۰ ميليونو امريكايي ډالرو پر بودجې د انكشافي پروژو په تطبيق كې لوړې كچې ته رسيدلى دى. او د كارونو د پرمختګ لپاره يې ۱۶۰۰۰ كليوالي پرمختيايي شوراګانې جوړې كړې دي.

د ملي پيوستون پروګرام د ۴۰۰ ميليونو امريكايي ډالرو تر څنګ د څاګانو، ښوونځيو، ټولنيزو مركزونو او سړكونو د رغونې په برخه كې د ۴۰ ميليونو امريكايي ډالرو په ارزښت د كليوالو ونډه هم د پام وړ پانګه جوړوي. دا كار د كليو د پراختيا په بهير كې د خلكو د پراخ ګډون او په پرمختيايي پروژو كې د مالكيت د حس په راپورته كولو کې مهم رول لوبولى دى.

دې بودجې د هېواد د ۳۴ ولاياتو د ۳۶۴ ولسواليو څخه په ۳۵۲ ولسواليو كې ۳۰۶۰۰ پروژې پلي كړي دي او د ۱۳۸۶ كال د عقرب د مياشتې راهيسي يې له ۱۹۶۹۰ څخه په زياتو كليو كې د  ملي پيوستون پروګرام د مرستندويه موسسو په مرسته عملي كړي. چې د هغوى له منځه ۱۸۴۹۰ كليو خپلې كليوالې پرمختيايي شوراګانې ټاكلي دي او د ۱۸۲۳۰ كليو پرمختيايي.>>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

په ۲۴ ولايتونوكې ۸۳ پراختيايي پروژې

كابل - چهارشنبه ( د ۱۳۸۶ كال د ليندۍ ۱۴مه) :- 
د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا د ۸۵۸۹۳۸۱  امريكايي ډالرو په ارزښت د ۸۳ پراختيايي پروژو قرار دادونه نن له خصوصي شركتونو سره لاسليك كړل.

په قرار داد شويو پروژو كې ۱ روغتون، ۱ حيواني كلينك، ۱ صحي كلينك، ۱۰۹۵ د اوبو څاگانې، ۲۲۳۹ مبرزونه، د اوبو رسولو ۳ شبكې، د اوبو يوه ذخيره، ۳ پلونه، ۴.۲ كيلومتره سړك، ۶ ودانۍ ۱۶ صنفي ښوونځي، ۴ ودانۍ ۸ صنفي، د دوه جنراټورونو اخيستل، د سټلايټونو لگونه او په ولايتونو كې د انټرنيټي اسانتياو برابرونه شامل دي.

يادې شوې پروژې د بادغيس، باميان، بدخشان، بغلان، بلخ، پروان، پكتيا، پكتيكا، تخار، جوزجان، خوست، دايكندي، زابل، ‌سرپل، سمنگان، فارياب، غور،‌كابل، كندز، لغمان، لوگر، ننگرهار، هرات او هلمند په ولايتونوكې تطبيق كيږي، د دغو پروژو د تطبيق موده چې 294658 كاري ورځې به ايجاد كړي، شپږ مياشتې ده  او په اوږد مهال كې 2600216هيوادوال به ددغو پروژو د اقتصادي او ټولنيز و گټو څخه برخمنې شي.>>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د شكر درې سړك له شمالي لويې لارې سره وصل شو

كابل، د قوس ۱۳مه ۱۳۸۶:
د كابل ولايت د شكرې درې ولسوالۍ سړك چې ساختماني كار يې د اروپايي اتحاديې په مالي مرسته د كليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د كليو ته د سړك جوړونې ملي پروګرام له خوا بشپړ شوى دى د دې پروګرام مشر، ښاغلي انجنير خليل الرحمٰن له خواپرانيستل شو. په دې محفل كې به كليو ته د سړك جوړونې پروګرام NRAP او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو ادارې UNOPS چارواكي، د اروپايي كميسون هيئت او ولايتي او محلي پرمختيايي شوراګانو مشران او د سيمې  نور مخور ګډون وكړي.

دا سړك چې د 4.5 كلومترو په اوږدوالي د شكردرې له ولسوالي څخه د كابل او پروان ترمنځ پرتې لويې لارې  پورې غځيدلى دى 8094 كاري ورځو تر څنګ يې 13000اوسيدونكو ته اقتصادي او ټولنيزې ګټې برابرې كړي دي. دغه سړك د 290678 امريكايي ډالرو ( 14533917 افغانيو) په بيه د اروپايي اتحاديې په مالي مرسته رغول شوى دى.>>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

دكلي پراختيايي شوراگانو د جرگې  په اوله ورځ چې رسماً د افغانستان د ولسمشر له خوا پرانېستل شوه  د كليو دبيارغونې او پراختيا وزارت  وزير ښاغلي محمداحسان ضيا هم وينا وكړه چې متن يې كټ مټ ګرانو لوستونكو ته وړاندې كېږي:

کابل(13-11-2007):-

جلالتماب د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، جمهور رئيس!

دكابينې ښاغلو غړو، د پارلمان محترمو غړو، والي صاحبانو، د ملي پيوستون د پروگرام تمويلوونكو دوستو هېوادونو استازو، د ملگرو ملتونو د نهادونو استازو، د غير دولتي همكارو موسسو استازو، دكليو د پرمختيايي شوراگانو منتخبو استازو، مېرمنو او ښاغلو... اسلام عليكم ورحمت الله و بركاته.

 تر هرڅه دمخه د بغلان ولايت د غمجنې پېښې دشهيدانو پاك ته روح ته درود استوم، د معصومو ماشومانو او گرانو وكيلانو شهادت د افغانستان د خلكو زړونه دردولي دي.

دې ملي كنفرانس ته ستاسو جلالتمابانو او د كليو د پرمختيايي شوراگانو د محترمو استازو راتگ او گډون له كبله ښه راغلاست وايم، تر دغې تاريخي كېږدۍ لاندې د ۳۴ ولايتونو د كليو او بانډو څخه زموږ د گرانو خويندو او ورونو پراخه گډون، >>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

ګده پريكړه ښه لاسته راوړنه

کابل(02/06-1386 ):-

د كليو پراختيا او بيارغونې وزير محمد احسان ضيا د يوي غونډي په ترڅ كې د كابل ولايت د ميربچه كوت په ولسوالي كې د يو نسايې او ولادي كلينيك د بنسټ دبړه كيښودله و.

دغه كلينيك د اووه ديرشو 37 كليوالي پرمختيايې شورا ګانو لخوا د 9 مليونو او شپږ شو وه پنځوس زرو افغانيو په لګښټ د كليو پراختيا او بيارغونې وزارت د ملي پيوستون لخوا جوريږي د كليو پراختيا او بيارغونې  وزير محمد احسان ضيا په دغه غونډه كې وويل: د پرمختيايې كليوالي شوراګانو جوړول د ملی پيوستون د پروګرام ښه لاسته راوړنه ده او ددغي لاسته راوړني روښانه مثال ددغو ۳۷ كليوالي پرمختيايي شوراګانو ګډه پريكړه او د كليوالو اوسيدونكو د لومړيستوبونو په پام كي نيول او دهغه په حل كي د ګډي پريكړي كول موږ په سترګو ګورو.

احسان ضيا زياته كړه د افغانستان دولت او د كليو پراختيا او بيارغوني وزارت زياد باشي ترڅو سرك، كلينيكونو، مكتبونو، او داسي نوري ټولګټي پروژي جوړي كړي تر ځو كليو او     ترمنځ واټن كم كړي او يو نوي ټولنيز او اقتصادي خوځښت د كليوالو پرووند كي را پيدا كړي. >>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

   په خواجه دو كوه ولسوالي كي تر ۲ زرو زياتو كورنيو صحي اوبو ته لاس رسي پيدا كر

شبرغان – ( 25/6/1386 ) :-

دكليو بيارغونې او پراختيا  وزير محمد احسان ضيا د جوزجان ولايت د خواجه دوكو ولسوالي د جنگل باغ خواجه دوكو د اوبو رسولو پروژه پرانستله.

دغه پروژه د ملي پيوستون د پروگرام  لخوا 12036343 دولس ميلونه شپږديرش زره درى سوه درى څلوښت افغانيو  په لگښت جوړه شوې چى 2002 دوه زره دوه كورنيو ته د څښلو پاكې روغتيايي اوبه وركوي.

 دكليو پراختيا اوبيارغونې وزير محمد احسان ضيا په هغه غونډه كې چې له همدې امله جوړه شوې وه وويل:

دكليو بيارغونې او پراختيا وزارت له مهمو دندو څخه يوه هم  داوه چې كليوالو اوسيدونكوته صحي پاكې او به ورسوي. >>> د خبرونو دوام
 
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

   د افغانستان  د كليو دبيارغونې او پراختيا وزارت د كليوالي لاسي صنايعو د برنامى  د پراختيا په لټه كې دى

   هرات - چهار شنبه 14/6/1386:-

د  افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  د كليو دبيارغونې او پراختيا و زير محمد احسان ضيا  د هيواد په لويديځو ولايتونو كې د اقتصادي وضعى  د څيړنې په هغه سيمنار كې چې د ملي شورا  د اقتصادي كميسيون له خوا جوړشوى و داسې څرگندونې وكړې:

 د هيواد  په كليو او بانډوكې دلاسي صنايعو د پراخيتا اساسي هدف دادى چې د لسوكلونو په موده كې خصوصي سكتور ته  زموږ په هيواد كې  وده وركړى د هغو محصولاتو په را ټولولو سره چې د اقتصاد په پياورتياكې ر غنده رول لوبوي . چې  دلاسي صنايعود برنامې په پراخيدو سره د بهرنيو توكو د راوړلو كچه ټيټه او دكورنيو صادراتو كچه لوړه  كړي.

دكليو د بيارغونې او پراختيا وزير په وينا، د دغي برنامي په پلي كولو سره به خصوصي سكتور  وده وكړي  ا وخلكو ته به د كارميندلو زمينه برابر شي. >>> د خبرونو دوام
 
----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

     په 21 ولايتونوكي 84 پراختيايي پروژى
 
كابل- چهارشنبه (31 اسد 1386):-

كابل چهارشنبه ( د 1386 كال د اسد 31) :-  د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا د دولس مليونو څلورسوه څلور اتيازرو اته سوو امريكايي ډالرو په ارزښت د 84 پراختيايي پروژو قرار دادونه نن له خصوصي شركتونو سره لاسليك كړل.

 د كليو د بيارغونې او پراختيا وزير د دغو قرار دادونو د لاسليك كولو پرمهال وويل:" د كليو دبيارغونى او پراختيا وزارت  په خپلو پراختيايي فعاليتونوكې د خلكو په لومړيتوبونو،  پايه داره پراختيا، چاپيريال ساتنې، د حقوقو برابر والى او دخلكو غوره عنعناتو او كلتور ته په درناوي تكيه كوي، هغه زياته كړه: د دغو پروژو له تطبيق څخه هدف په كليو او بانډوكې په هر اړخيز او هماهنگه توگه د پراختيايي چارو ترسره كول او دهيواد په بيوزلو سيموكې دظرفيتونو پياوړتيا او پايه داره پراختيا ده."
په قرار داد شويو پروژو كې ۷ صحى كلينيكونه،۶ د اوبو رسولو شبكې، ۲۱۸ څاگانې، د ۲۳۷۵ مټرو په اوږدوالي محافظوي ديوالونه، د اوبو يوه ذخيره، ۳۰۰۰۰ نيالگي، ۷ ودانۍ ۱۶ صنفي ښوونځي، .
>>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

   پۀ سهېل لويديځو ولايتونو كې  د كليو د بيا رغونې اوپراختيا وزارت دبياجوړونې ژورې هڅې

کندهار - دوشنبه، 08 اسد 1386-
د كليو دبيارغونې او پراختيا وزير محمد احسان ضيا د دوه اوياوو (72) نويو پروژو قراردادونه د محلي پرمختيايي شوراګانواو خصوصي شركتونو سره د دوه ميليونو شپږ لكو اتيازره او څلورسوه دوه ديرش (2680432) امريكايي ډالرو پۀ ارزښت لاسليك كړل.

د پورتنېو پروژو د كار دپېل كيدوسره به يولكو او يو كاري ورځې كلي والو خلكوته برابرې شي چې پۀ بشپړتياسره به يې پۀ زرګونو كورنۍ ګټه واخلي.

 دافغانستان اسلامي جمهوريت او پۀ ځانګړي ډول دكليودبيارغونې اوپراختياوزارت چې كومې لاسته راوړنې پۀ سهيل لويزو  ولايتونو كې ترلاسه كړي دي دابه د مرسته كونكو هيوادونو(كاناډا ،برتانيې ،دامريكامتحده ايالاتو، دهالنډ او دجاپان دولتونو)دمرستو پرته ناشونې واي.. >>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

   د كليو د بيارغوني او پراختيا وزارت  د نوي اداري وداني پرانستلي

   کابل - 24 سرطان 1386 -

د كليود بيارغوني او پراختيا وزارت نوي اداري  وداني د افغانستان د جمهوري رياست دلومړي مرستيال احمد ضيا مسعود لخوا پرانستل شوه .

په غونډه كې چي د قران عظيم اشان د مباركو آياتونوپه لوستلو سره  پيل شوه، د كابيني ځيني غړيو، د دولت لوړ پوړو چارواكو، سفيرانو او شارژ دافيرانو، او د كليو د بيارغوني او پراختيا وزارت سره دځينو مرسته كوونكو هيواد ونو او موسسو استازو گډون كړي وو >>> د خبرونو دوام

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

   دنيوزيلاند نړيواله پرمختيائى موسسه د ملي پيوستون دپروگرام سره مرسته كوي

کابل - 16 سرطان 1386 -

دنيوزيلاند نړيواله پرمختياېي موسسه د كليو دبيارغونې  او پراختيا دوزارت دملى پيوستون د پروگرام سره 595.920 امريكائي ډالره مرسته كوي.

دا پيسې به دباميانو په ولايت كى پر هغو پرمختياېي پروژو ولگيږي،چې دهغه ولايت دخلكو لخوا په گوته شويدي.دغه پروژي كرهيز و ځمكوته د او بورسولو، دكليوالي سړكونو او دښونځيو څخه عبارت دي، ددغو پروژو كار به دباميانو كليوال اوسيدونكى دخپلو ټاكل شوى پرمختياېي سيمه ايزو شورا گانو له لارې پرمخ بياېي:

 دنيوزيلاند نړيواله پرمختياېي موسسه دكليو دبيارغونې او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروگرا